دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 98734

د میدان وردګو ولایت په سیداباد،چک او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره ورخ د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۵ وسله وال مخالفینو،یو پولیس او دوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو لوړ پوړی قوماندان مولوی ولی الله د خپلو درې ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په ازادخیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان عبدالله ووژل شو او د هغه ملګری بسم الله ژوندی نیول شوی دی .
د یو بل خبر له مخې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو پولیس ټپي شوی.
د یادې نښتې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو په ډزو کې یو ۴۰ کلن ملکي وګړی شهید شوی او د هغه ۸ کلن زوی ټپي شوی دی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5ya3.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته