دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 141548
د دفاع وزیر د استعفا غوښتنه یی کړی دی؟
د ملی دفاع وزیر باندی د فشارونو ډیریدل د ناکارآمدی له امله، نن په مجازی فضا کی یو عکس د عبدالله حبیبی صفحی څخه لاس په لاس کیدله چی ګینا هغه خپل استعفا و ولسمشر ته وړاندی کړی وی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، خو ځینی سرچینی په حکومت کی ویلی دی چی ښاغلی حبیبی اصلآ تویتر حساب نه لری چی وغواړی خپل استعفا په تویتر کی اعلان کړی.
په هغه عکس کی چی د دفاع وزیر جعلی صفحی څخه خپور سوی دی، راغلی دی چی هغه د ولسمشر سره په خبرو کی د خپل استعفا څخه خبر ورکړی دی، خو ویل کیږی چی د ریاست جمهوری ماڼۍ د ښاغلی حبیبی استعفا رد کړی دی.
د دفاع وزارت ویاند هم د ښاغلی عبدالله حبیبی استعفا دروغ بللی دی.
دا په داسی حال کی چی د ملی اردو ۴۰۰ بستریزی روغتون باندی برید وروسته، نمایندګانو مجلس امنیتی ارشد مسئولین د دفاع وزیر په شمول د استیضاح لپاره وغوښته، خو په ناباورۍ سره، دی مقاماتو ته بیرته د اعتماد رای ورکړی دی.
په هغه تصویرونو کی چی تیره وخت کی د دفاع وزیر له خوا په رسنیو کی خپور سوی دی، ډیر هغه د خوب په حالت کی لیدل کیږی او دا مساله، ډیر پراخ نیوکی بالخصوص د خلګو په منځ کی او مدنی ټولنه کی د ځان سره درلودلی دی.
خو د شاهین ۲۰۹ قول اردو خونین حادثی په لړ کی، یو ځل بیا نیوکی پر دفاع وزیر باندی ډیر سو او ډیر طیفونه د هغه د برکناره کیدو غوښتونکی سو.
https://avapress.com/vdci5zazvt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته