دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 119633
په اروپاکې تروریست، په افغانستان کې شورشي، په سوریه کې جنګیالي
دفرانسې دکوم نیوچارو وزیرویلې چې په پاریس کې، دتېرې جمعې دورځې له برید نه وروسته، اروپا بایدد «تروریستي» تهدید ونو په وړاویښه شي اودفرانسې لمړي وزیراشاره کړې چې ځینو یرغلګرو، د اروپا د کډوالۍ له بحران څخه دراولاړشوو ګډوډیو له نفوذ څخه ګټه واخیسته.

دا په داسې حال کې دی چې یوه رسېدلي راپورله مخې«عبدالحمیداباعود» د پاریس د بریدونو دیر غلګرومشرچې ۱۲۹ کسان یې وژلي وو، له سوريې څخه ترراګرځېدو وروسته، د یونان له لارې اروپاته ننوتی ؤ، هغه دتېرې چارشنبې په ورځ په پاریس کې ووژل شو.
سربېره پردې داسې ګمان کېږي چې له دې یرغلګروڅخه یو بل یرغلګر به دکډوالوله ډلې ملګری شوی وي کومـ چې له سوریې څخه راغلی ؤ.

دفرانسې دکورنیوچارو وزیر تائید کړه چې اباعود، تېرکال سوريې ته تللی ؤ اوزیاته یې کړه چې د اروپا د اتحاديې هېڅ هېواد، دهغه بېرته راګرځېدل، نه ووثبت کړي.

هغه وویل: ټول باید پام وکړي چې ډ‌ېرژربه اورپا له خو به راویښه شي، خپل ځان به ټول کړي او د« تروریستي» تهدیدونو په مقابل کې به له خپل ځان څخه دفاع وکړي، دفرانسې لمړي وزیرهمـ مخکې ویلي ووچې دا هېواد اوس، د تروریسم له دایمي تهدید سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې دی چې دکارپوهانو په عیده، په پاریس کې دتېرې جمعې داتروریستي بریدونو له عواملوسره داروپائیانو- په تېره بیا دفرانسې برخورد دترورریزمـ له موضوع سره دلوېدیځ دنفاق، دوه مخیتوب اودوه ګونتوب نښې دي.
په دې کې شک نشته چې د پاریس دتېرې جمعې دورځې برید ونه، په ماهیت کې یوه تروریستي پېښه وه اوپدې کې همـ څه تردید نشته چې فرانسه حق لري دخلپو پولوپه دننه کې دتروریزمـ له مکتب اومفکورې اوايډیولوژي سره – چې دلویدیځ له دوه ګونو سیاستونوڅخه یې سرچینه اخیستې، ټکروکړي.

داهغه حق دی چې بل هرهېواد همـ ترې برخمن کېدای شي، خو دېته په پاملرنه چې دپاریس دوروستیو تروریستي بریدونوله خورا مهمو اواصلي عواملواوکارکوونکو یوه برخه له سوریې څخه فرانسې ته تللي وو اوهمدارنګه داګمان همـ شتون لري چې دهغو یو شهمېر، له هغوې جملې څخه،« عبدالحمیداباعود» چې ددې بریدونو اصلي طراح او تیوریسین ګڼل ګڼل کېږي، د بلژیک شهروندي يې درلوده، پدې حساب دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې تروپرونه پورې دپاریس دوروستیو تروریستي بریدو نو عوامل په سوریه کې دیو مشروع او دتروریزمـ ضد دولت دپښووهلو لپاره جنګېدل، دفرانسې ددولت او دلوېديځو او اروپایي رسنیو له لوري ورته «جنګیالي» ویل کېدل او فرانسوي ځواکمنو مقامونو په وارو اقرارکړی چې باید د«بشاراسد» ددولت په مقابله کې باید دهغوئ ملاتړوشي، خو اوس چې هغوئ خپل کلشینکو فونه دفرانسې دخلکو او دولت په لورو اړول اوداروپايي هېوادونو عمومي امنیت ته يې خطرپېښ کړی،« ترویست» ورته ویل کږي.

همداپوښتنه، په افغانستان کې له فعالو تروریستانو سره دلوېدیځوالو اولویديځورسنیو دبرخورد په اړه همـ شتون لري.

دهغو تروریستانو ترمنځ چې دپاریس ډ «باکلان» دنمایش په سالون کې يې دغیرنظامي تماشاچیانو پرجمعیت مرمۍ و اورولې، له هغو تروریستانو سره څه توپېرلري چې د کابل د استقلال دلیسې دتیاترپه سالون کې يې دیوځوان او بې ګناه خبرنګارساه اوخیسته او یایې دمېمنې په بازارکې دخپل ځان په الوځولوسره څه بې ګناه غېر نظامیان په نښه کړل؟ یایې په شپه کې دکابل دشاشهید سیمه له خاورو سره برابره کړه؟

ولې په افغانستان کې هغوئ ته «شورشیان» ویل کېږی، په سوریه ورته«جنګیالي ویل کېږي، خو په فرانسه کې ورته هغه « تروریستان» ویل کېږي چې ټوله اروپا باید له هغوسره دمبارزې اوجنېګېدولپاره تیاره اوبېداره شي؟ له لوېديځو رسنیو څخه یوې، یوځل پدې توجیه سره چې ولې دداعش، النصره، طالبانو اوالقاعدې د تروریستي ډلوغړوته، چې په سوريې، عراق، افغانستان او... کې فعالې دې، ولې «تروریست» نه وايي؟ ویلي يې ووچې مونږ نه غواړو په خبري کارکې« ایډیولوېیکه موصنعګیري» ولرو! خو اوس ليدل کېږي چې هماغه رسنۍ، په یوه شپه کې ايډیولوژيکې شوې او ايډولوژيکې شيوکې کوي!

آیالدې پرته بل څه کيدای شي چې هغوئ حتا دخبراوخبري کلمو په غوره والې کې همـ خپلې ځانګړې قیمتګذاري ګانې کوي اوپدې ترتیب سره دهغو شعاورنو پرخلاف چې دوئ يې ورکوې، هېڅکله به داسې رسنۍ خپرې نه کړي چې هغوئ رښتينې رسنۍ اوغوره شوې رسنۍ وي؟

ددې احوال له ټول شتون سره سره اوس چې دفرانسې په ځېرهېوادنو د ترویست پالنې عواقب، د پاریس د ورزشي اونمایشي سالونونو اورستورانتونو اوکافي ګانوتالارونو، دننه ته رسېدلي، انتظارکېږي چې د اروپا تعریف هم له «تروریزم» څخه ترپاریس اوله پاریس څخه ترکابل، له کابل نه تردمشق او بغداد پورې یوډول وي اوپدې ترتیب له تروریزم سره په واقعې اوهراړخیز ډول په ټولو ابعادو او ډولونوکې د يوې تړیوالي مبارزې شاهد ــ په ټولوځایوکې واوسو!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip3azpt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته