دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 113936
په جلریز کې امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړل
په جلریز کې امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړل.
وسله والو مخالفینو د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره نن ( ۵ شنبه) سهار پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل،چې په ترڅ کې رامنځته شوي نښته لا هم دوام لري .
دغه وسله والو مخالفینو په ډله ییز ډول د برید په ترڅ کې غوښتل چې د سرتېرو په ځپلو سره د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تخریبي اعمال ترسره کړي،خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په ترڅ کې جګړه رامنځته شوې،چې لا هم دوام لري .
د دغه نښتې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې لا معلومه نده ، همدا راز دوه سیمه ییز پولیس هم شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي .
د دغه نښتې له رامنځته کېدو وروسته له مرکز میدانښار څخه د نښتې ځای ته ځآنګړي امنیتي خواکونه رسیدلي او د مګړۍ د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه په عملیاتو بوخت دي .
ټاکل شوې ډېر ژر سیمه له وسله والو مخالفینو پاکه او نښته پای ته ورسیږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcippazqt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته