دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 100732
په ترکیه کښې د پریس ټي وي خبریاله وژله شوې
ترکیې ته د ایران د پریس ټي وي چینل لیږلې خبریاله سرینا شیم له سوریې سره نزدې د ترکیې په ګډه پوله کښې په شکمن ټکر یا تصادف کښې مړه شوې ده.
د پریس تي وي د رپورټ له مخې میرم شیم پرون هغه مهال وژله شوې چې به ترکیه کښې یې د خپلې کاري دندې په ترسره کولو کښې د کوباني په جنګ پورې د اړوندو خبرونو کوریج کوه.
د پریس ټي وي دغه خبریاله د ترکیې په اورفا ولایت کښې له سوروچ ښار څخه د رپورټ له برابرولو وروسته د خپلې استوګنې هوټل ته د ستنیدو په حال کښې وه چې د هغې ګاډی له یوې لارۍ سره وجنګیده. د لارۍ د چلونکي هویت او موقعیت نه دی څرګند شوی.
د پریس ټي وي چینل د خبر د کوټې مدیر حمید رضا عمادي په ترکیه کښې د دغې خبریالې د مشکوکې مړینې په هکله او همداشان د سیمې په کړکیچ کښې د انقرې رول ته په اشارې سره وویل: سرینا شیم یوازې په دې وجه ووژله شوه چې نړۍ ته وښايي چې انقره څنګه په سوریه او عراق کښې له ترهګرو سره ملګرتیا او مرسته کوي او د داعش په خلاف د جنګیدو لپاره کوباني سیمې ته څرنګه د کرد مبارزانو د ورتګ او د دغې سیمې له مبارزانو سره د مرستې مخه نیسي.
ښاغلي عمادي د موټر چلونې یا ډرائیونګ په یوه پيښه کښې د سرنا شیم مړینه یو خندونکی او ماشومانه استدلال وباله او څرګنده یې کړه: د ترکیې د اطلاعاتو ادارې میرمن سرینا له ترهګرو سره د ترکیې د ملګرتیا په هکله د رپورټ برابرولو په وجه ګواښلې وه او هغه یې په جاسوسۍ تورنه کړې وه او له دې دوه ورځې وروسته سرینا د ګاډي په پيښه کښې ووژله شوه. هغه همداشان د بشري حقوقو په تش په نامه سازمانونو او د نړۍ په خبري رسنیو باندې د پریس ټي د خبریالې د مړینې په وړاندې په چپتیا نیوکه وکړه.
سرینا شیم لبناني الاصله امریکايۍ وه چې په لبنان، عراق او یوکراین کښې یې د ایران د پریس ټي وي چینل لپاره خبریالي کوله.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcipuazrt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته