دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 107537
په دوو ورځو کې به د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو کمیسیون جوړ شي
غان چارواکي وايي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو کمیسیون جوړ او فعالیت به پیل کړي.
د افغان حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، د دې کمیسیون د جوړیدو چارې بشپړې شوي او جمهور رییس به يي د یو فرمان په صادرولو سره اعلان کړي.
په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې، د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو لپاره د هر ډول قانوني اقدام هرکلی کوي خو که دا اقدام له قانون سره سم نه وي ، دوې به یې ونه مني.
افغان چارواکي وايي، د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د کمیسیون ټولې چارې بشپړې شوي او جمهور ريیس اشرف غني به یي د یوه فرمان په صادرولو سره تر راتلونکو دوو ورځو پورې اعلان کړي.
د افغان حکومت د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، دا کمیسیون به د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره خپلې چارې په دقیقه توګه پیل کړي:
″په دې برخه کې ټول کارونه بشپړ شوي او جمهور ريیس به یي د یوه فرمان په صادرولو سره نن یا دوه ورځې وروسته اعلان کړي.″
د هېواد په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوستل، د جمهور ريیس اشرف غني او د اجرایي رييس عبداله عبداله د ژمنو یوه برخه ده.
جمهور ريیس او اجرایي رييس ویلي چې د هېواد انتخاباتي نظام اصلاحاتو ته ضرورت لري.
په عین وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې د انتخاباتي نظام اصلاح کولو ته د هرې قانوني هڅې هرکلی کوي خوکه د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو ترنامه لاندې کوم سیاسي غرض پروت وي، دوې به يي ونه مني.
د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:
″موږ په انتخاباتي چارو کې د قانوني اقداماتو هرکلی کوو، د انتخاباتو کمیسیون یو خپلواک ارګان دی او خپلواکي یې باید وساتل شي او که په دې برخه کې سیاسي لاسوهنې وشي عواقبت یي د هغه چا مسوولیت وي چې دا اقدام کوي.″
ښاغلی نورپه دې باوردی چې په انتخاباتي نظام کې به سیاسي لاسوهنې دموکراسي زیانمنه او پرانتخاباتو به د خلکو باور کم کړي.
تردې دمخه د افغانستان د انتخابتي شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون ریس عبدالستار سعادت هم ازادۍ راډیوته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د انتخاباتي اصلاحاتو هرکلی کوي خو ترهرڅه دمخه باید ستونزې په ګوته شي.
بل خوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس جانداد سپین غر د دې کمیسیون جوړیدل ګټور بولي خو وایي چې د دې کمیسیون فعالیتونه باید محدود نه بلکې هر اړخیز اوسي:
″موږ د دې اقدام هرکلی کوو خو دا کمسیون باید شفاف او عادلانه وي او فعالیتونه لنډ مهالي، منځني او اوږد مهالي وي او بله دا چې د هیچا تر تاثیرلاندې نه وي او د اصولو د پلي کولو بشپړ صلاحیت ولري.″
ښاغلی سپین غر وايي، د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې له مخې جمهور ريیس صلاحیت لري چې په دولتي ارګانونو کې د اصلاحاتو لپاره اقدام وکړي .
له دې وړاندې اروپایي ټولنې، په انتخاباتي چارو کې یو شمېر ارګانونو او مدني ټولنو ویلي وو چې د افغانستان د انتخاباتو نظام جدي بدلونونو ته اړتیا لري.
سربیره پردې کارپوهان هم تاکید کوي چې انتخاباتي پروسه باید عادلانه او شفافه وي او که په دې کارکې دقت ونه شي، خلک به په راتلونکې کې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcipyazyt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته