دخپریدو نیټه :شنبه ۳ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 121838
جمهور رئیس غني د سویس هېواد له دوه ورځني رسمي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه سویس هېواد ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی وو، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

جمهور رئیس غني د خپل سفر په دویمه ورځ له غرمې وروسته په داووس ښار کې د مایکروسافټ له بنسټ ایښودونکي بیل ګیټس، د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر، د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له مشرې کریستین لاګارد او د ګوګل کمپنۍ له موسس اوځینو مسوولینوسره جلا جلا کتنې لرلې.

جمهور رئیس غني همدارنګه د ”نړیوال امنیت ته پاملرنه“ تر سرلیک لاندې غونډه کې هم ګډون وکړ. د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سکرټر جنرال هم په یاده غونډه کې حضور درلود. ګډونوالو د نړیوال امنیت په هکله بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس په جلا جلا کتنو او غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، د سولې او ثبات د تامین، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیااو له ترهګري سره د ګډې مبارزې په هکله خبرې وکړې.

محمد اشرف غني د افغانستان او دنړۍ د هېوادونو تر منځ د همکاریو په پراختیا په ټینګار سره وویل، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د تضاد له سیمې څخه د دوامدارو همکاریو پر سیمې بدل کړو.

جمهور رئیس د ګوګل کمپنۍ له موسس او ځینومسوولینو سره د کتنې پرمهال د بېلابېلو روزنیزو او پرمختیایي پروګرامونو په هکله خبرې او موافقه وکړه.

جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر سره د کتنې پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه او په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات یې بریالي او موثر وبلل.

جمهور رئیس غني له ترهګرو سره د موثرې مبارزې په موخه د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د افغانستان د هوایي ځواک او د ۲۰۵ اتل قول اردو د پیاوړتیا او تجهیز په موخه د امریکا په نظامي همکاریو ټینګار وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، هېواد به یې له افغانستان سره خپلې همکارۍ په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونود تمویل او تجهیز په برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.
جمهور رئیس وویل: موږ له نویو خطرونو سره مخامخ یوو او تروریزم د یوې شومې پدیدې په توګه افغانستان، سیمه او د نړۍ ټول هېوادونه تهدیدوي. هغه څرګنده کړه، چې له دغې پدیدې سره مبارزه لنډ مهالې، منځمالې او اوږد مهالې همکارۍ ته اړتیا لري.

محمد اشرف غني د افغانستان داقتصادي او انکشافي ودې لپاره د نړیوالوشریکانو په همکاریو د ټینګار پرمهال وویل، زموږ اساسي هدف د سولې، ثبات او د سوکالۍ لپاره د شرایطو رامنځته کول دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipzazvt1arv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته