دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 114467
۱۰ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې د کابل، تخار، فاریاب، میدان وردک او پکتیا ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۰ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت د ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۴ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیکا ولایت په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای کړی وو کشف او شنډ کړاې شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciq5azyt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته