دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 156263
افغانستان پاکستان ته په ۱۹ کلنو نړیوال لوبو کې لویه ماته ورکړه

د افغانستان ۱۹ کلونو ملي کرکټ لوبډله نن پاکستان ته د کلونو په نیوالو لوبو    کې لویه ماته ورکړه.

د لوبې پچه د پاکستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډله وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره او له ۴۷،۴ اوورنو څخه یواځې ۱۸۸ منډې جور کړل.

د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي او قیس احمد هر یو درې وکټونه ترلاسه کړل او نوین الحق وتوانید چې دوه وکټونه واخلي.

ناصر خان او ناصر وحدت هم د توپ اچونې په برخه کې هر یو یوه یوه وکټ ترلاسه کړل.

د توپ وهنې په برخه کې رحمن الله ګرباز وتوانید چې ۳۱ منډې جوړې کړي، اکرام خېل ۴۶ منډې جوړه کړه، ابراهیم ځدران ۳ منډې، بهیر شاه یوه منډه، نثار وحدت ۱۹ منډې، درویش رسول ۷۶ منډې او عضمت الله عمرزي ۱۲منډې جوړه کړه.

له دې سره افغان لوبډله وتوانید چې د نیړوال لوبو په لومړی لوبه کې پاکستان ته د ۵ وکټو په توپیر ماتې ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqqazpt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته