د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلی،
چې وسله والو طالبانو د سهار وختی په ۲:۳۰ دقیقو د ګیرو په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
ویلکږی، د دواړو خوا و ترمنځ نښته د ګهیځ تر ۶ پورې روانه وه.
سرچنیو زیاتوی، چې غزنی ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بريد په پایله کې ۷ طالب اورپکي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوی دی، د ۴ طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او بلخوا ځينې وسلې او مهمات هم د دولتي امنیتی ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.