دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 126761
پاکستان سیری لانکا ته انساندوستانه مرستې ولیږلې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیری لانکا له مصیبت ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې اعلان وکړ چې د دغه هیواد له متاثرو سیمو سره به خپلې مرستې جاری وساتی.
پاکستان په سیری لانکا کښې سیلاب ځپلو سیمو ته انساندوستانه مرستې واستولې.
د سماء چینل ویب سایټ لیکلی چې د پاکستان د انسان دوستانه مرستو یوه سی-۱۳۰ ډوله الوتکه پرون له اسلام آباده د سیری لانکا پلازمینې کولمبو ته تللې ده.
په دغو مرستو کښې خیمې، بسترې، د اوبو پاکولو مشینونه او د بریښنا تولیدولو جنریټرونه شامل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیری لانکا له مصیبت ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې اعلان وکړ چې د دغه هیواد له متاثرو سیمو سره به خپلې مرستې جاری وساتی.
په سری لنکا کښې د سیلابی بارانونو او د ځمکې ښوویدو په پیښو کښې تراوسه ۹۲ کسان وژل شوی او د دوو لکو کسانو د بې کوره کیدو نه علاوه کابو پنځه لکه نور په سیلاب کښې ګیر شوی دی.
https://avapress.com/vdciqqazzt1ary2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته