دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 97276
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال جام ته تیاري نیولې

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکي یا کوچ پرون وویل چې ټیم یې د کرکټ د راتلونکي کال په نړیوالو سیالیو کې ګډون ته تیاري نیولې ده.
استرالیا او نیوزیلنډ په ګډه د ۲۰۱۵ کال د کرکټ د نړیوال جام کوربانه دي.
افغانستان تر دې وړاندې د کرکټ په دوو شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی خو دا به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې په نړیوالو پنځوس اوریزو اتلولیو کې برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکي کبیر خان وویل چې ټیم یې نړیوال جام ته پوره تیار دی.
ده زیمبابوې ته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستي سفر او مسابقو ته په اشارې وویل:«موږ تېره میاشت په زیمبابوې کې ښې لوبې وکړې. څلور مسابقې مو وکړې، لومړۍ دوې مو وبایللې خو وروستۍ دوې مو وګټلې چې دا ډېره لویه بریا وه.»
ده دا هم وویل چې افغان لوبغاړي د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام مسابقو ته سخته تلوسه لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ډاکتر نور محمد مراد وايي چې په ارتسرالیا او نیوزیلنډ کې د راتلونکي کال نړیوال جام د دوی لپاره زیات اهمیت لري ځکه چې دا لوبې په هرو څلورو کلونو کې یوځل کېږي.
ښاغلی مراد وايي چې افغان لوبغاړي په دې مسابقو کې یوازې د دې لپاره ګډون نه کوي چې هلته حضور ولري بلکې غواړي چې بریا ولري.
ده همداراز وویل چې د سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې د ۲۰۱۵ کال د جام لپاره یو پلان جوړ کړی دی.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روونکی کبیر خان وايي چې افغان ټیم به د سپټمبر په دیارلسمه نیوزیلنډ او استرالیا ته لاړ شي او هلته به څو مسابقې وکړي چې له کبله به یې د افغان لوبغاړو پر ځان باور نور هم زیات شي او تر نړیوال جام پوري به نوره تجربه هم ترلاسه کړي.
افغانستان په اې (A) ګروپ کې دی او لومړۍ مسابقه به یې د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتلسمه له بنګله دېش سره وي.
په اې ګروپ کې له افغانستان سره کوربه هیوادونه استرالیا او نیوزیلنډ او دغه راز سریلانکا، انګلیستان او سکاټلنډ هم شامل دي.
افغانستان په اسیايي اتلولیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqra3.t1ayy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته