دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 98536
افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ د وزیر محمد اکبرخان د غونډۍ د پاسه و رپول شو
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن مازیګر په داسې حال کې چې د هند هېواد د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج هم ورسره ملګرې وه، د افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان د غونډۍ د پاسه و رپولو.
جمهوررئیس حامدکرزي په دغو مراسمو کې د هند هېواد لخوا د دغه ستر ملي بیرغ د جوړیدو او د بیرغ په ساحه کې د یو تفریحي پارک د جوړیدو لپاره د دغه هېواد لخوا د یو میلیون ډالرو له مرستې څخه مننه وکړه.
په دغو مراسمو کې همدا راز د هند د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوشما سوارج د هند د دولت او خلکو په استازیتوب د افغانستان د دغه ستر ملي بیرغ د رپانده کېدو له امله مبارکي و ویله او وې ویل چې زه په دغه بیرغ کې د افغانستان د خلکو یووالی او یو موټیتوب او د هغو ټولو افغانانو او سربازانو خاطرې وینم چې ځانونه یې د خپل هېواد د ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي.
مېرمن سوشما سوارج د خپلو ژورو احساساتو په څرګندولو سره وویل: په هندوستان کې ویل کیږي چې د غم په شریکولو سره نیم غم کمیږي او د خوشحالۍ په شریکولو سره خوښي دوه برابره زیاتیږي او که دغه خوښي له دوستانو سره و ویشل شي نو سل برابره زیاتیږي.
مېرمن سوشما سوارج وویل: زه دلته راغلې یم چې ستاسو په خوښۍ کې شریکه شم او له تاسو سره دغه خوښي و ویشم. زما لپاره دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تر ټولو ستر ملي بیرغ د پورته کولو په مراسموکې برخه اخلم او دغه بیرغ ته سلام کوم. زه قوماندان مسعود ته سلام کوم او د هندوستان هغوکارکوونکو ته سلام کوم چې د افغانستان د بیا رغونې په پروژوکې یې کار کولو، له منځه لاړل او خپلې ځوانۍ یې د دې هېواد په نوم کړې.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې په تېره یوه لسیزه کې د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت لاس ته راوړنې وستایلې، وې ویل: ډاډه یم په کومه لاره چې نن افغانستان روان دی په راتلونکي کې به یې نور پرمختګونه او بریالیتوبونه هم په نصیب شي.
مېرمن سوشما سوارج څرګنده کړه چې هند له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون لرونکی لومړنی هېواد دی چې له افغانستان سره به د اوږد مهال لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دغو مراسموکې د وزیر محمد اکبرخان په غونډۍ کې د نوموړي بیرغ په ساحه کې د یو تفریحي پارک د جوړیدو لپاره د خپل هېواد له اړخه د یو میلیون امریکایي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د دغه بیرغ د ستنې اوږدوالی ۷۸، پخپله د بیرغ اوږدوالی ۳۰ او سور یې ۲۰ متره دی چې د هندوستان د دوست هېواد په مالي مرسته جوړ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqwa3.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته