دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۲
د مطلب کود : 137967
صدیق افغان د تداوی لپاره د هیواد څخه دباندی استول کیږی
صدیق افغان د خارجه وزارت د سرک د مسدودولو او دهغه نیونی د داخلی وزارت له خوا او د هغه د مریضی څخه وروسته چی د جنایی وزارت په مرکز کی هغه ته پیښیږی، اوس د رئیس جمهور په حکم سره قرار دی د تداوی لپاره هندوستان ته واستول سی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دهیواد په داخل کی د محمد صدیق افغان د تداوی د نه شتون په دلیل د علومو آکادمی په پیشنهاد سره، رئیس جمهور غنی د یو حکم په ترڅ کی د هغه هندوستان ته استولو او د هغه سره د دوو کسانو د تللو او بیرته راتللو او د دوه سره زره افغانیو مساعدت قبول کړ.
محمد صدیق افغان مخکی د پولیسو دری سوه بستریزه یا سه صد بستر روغتون کی، د سردار محمد داوود خان روغتون او ملی امنیت روغتون کی بستری سوی دی.
ددی وروسته چی ښاغلی صدیق افغان د خارجی وزارت لاره مسدود کړه، د داخلی وزارت له خوا ونیول سو او یو ورځ وروسته دهغه څخه په مجازی فضا کی عکسونه په وینی لرونکو سر او مخ سره خپره سو او ویل سوی وو چی ښاغلی افغان د جنایی وزارت د تحقیقاتو په مرکز کی تر وهلو لاندی قرار نیولی دی او اوس کما کی دی.
خو ددی حادثی یو ورځ وروسته د داخلی وزارت د مقاماتو څخه یو ویلی وو چی د صدیق افغان د لوړ فشار له امله د هغه د پزی څخه وینی راځی او د تداوی لپاره روغتون کی بستری سوی دی.
https://avapress.com/vdciqyazyt1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته