دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 141467
پنس: امریکا به اسټرالیا سره د کډوالو په اړه شوې هوکړه عملي کړي

هغه چې په سېډني کې د اسټرالیا له صدراعظم مالکوم ترنبول "Malcolm Turnbull" سره په ګډه خبري غونډه کې یې خبرې کولې، څرګنده کړه چې د موافقې عملي کول دا معنی نه‎لري چې دوی دا موافقه خوښوي.

مایک پنس وویل، دا موافقه له اسټرالیا سره د امریکا مهم اتحاد ته د درناوي له مخې عملي کوي.

امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس

مایک پنس زیاته کړه:

"د امریکا خلک به د سختۍ په شېبو کې د اسټرالیا ملاتړ نه هېروي. اسټرالیا هم په‎دې برخه کې نه‎ده هېره شوې. هغه څلور تروریستي حملې چې په وروستیو ۳۱ میاشتو کې په انفرادي ډول وشوې، د یوه نړیوال سرطان «ترورېزم» زېږنده وې. لکه څرنګه چې ما او صدراعظم ترنبول خبرې وکړې، د اسټرالیا خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به تر هغو چې د نړیوال ترورېزم ریښې د ځمکې له مخې پاکې شي، کرار نه کښېنو."

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما تېرکال له اسټرالیا سره موافقه وکړه چې تر ۱۲۵۰ تنو پناه غوښتونکو ته به چې له افغانستان، ایران او پاکستانه ورغلي په خپله خاوره کې پناه ورکړي.

دا هغه پناه غوښتونکي دي چې د اسټرالیا حکومت د جنوبي پاسفیک په دوو ټاپوګانو "ناورو" او "پاپوآ ګینه‌نو" کې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې اچولي اواسناد یې څېړي.

مایک پنس وویل، هغه پناه غوښتونکي به چې امریکا ته استول کېږي، تر کلکې امنیتي څارنې تېرېږي او اسناد به یې په دقت څېړل کېږي.

د اسټرالیا صدراعظم مالکم مالکوم ترنبول

د اسټرالیا حکومت د غیر قانوني پناه غوښتونکو او اقتصادي کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره، هغه کسان چې د سمندر له لارې په قاچاقي بېړیو کې د ورتګ هڅې کوي، په "پاپوآ ګینه‌نو" او "ناورو" ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتي.

له اسټرالیا سره د ډونالډ ټرمپ اړیکې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د کار د پېل په لومړۍ میاشت کې کړکېچن شول، ځکه ولسمشر ټرمپ د اسټرالیا له صدراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسټرالیا او بارک اوباما د ادارې دا موافقه "نیمګړې او خرابه" بللې وه.

د اسټرالیا او امریکا د موافقې پر اساس به د اسټرالیا حکومت د السلوادور، ګواتیمالا او هندوراس یو شمېر پناه غوښتونکو او کډوالو ته ځای ورکوي چې په امریکا کې ساتل کېږي.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqzazyt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته