دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 143627
پر کندز ښار توغندي لګېدو یو زده‌کوونکی وژلی

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي، په کندز ښار کې د توغندي لګېدو له کبله ۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې نن سهار د کندز ښار په کاساني کوڅه کې د یاد توغندي لګېدو له کبله د ښوونځي یوتن زده کوونکی وژل شوی او ۹ تنه نور ملکي وګړي چې په کې د ښوونځيو زده کوونکي هم شامل دي ټپیان شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې دغه توغندي د کندز چهاردرې ولسوالۍ له لورې وسله والو طالبانو د کندز پر ښار راتوغولی وو.

نوموړی زیاتوي چې وسله والو مخالفینو غوښتل پر دغو توغندیو باندې د کندز د ښاروالۍ په چمن کې د بهرنیو ځواکونو مرکز وولي، خو دغه توغندي د ښاروالۍ چمن ته نېږدې د کاساني په کوڅه کې ولګېد.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirpazyt1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته