دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 136922
کابل د امریکا له نوي حکومته غواړي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي
ملي یووالي حکومت د امریکا له نوي حکومت څخه غواړي چې د افغانستان له وضعیت څخه په روښانه درک سره پر پاکستان فشار راوړي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«نوې اداره د افغانستان له نظام څخه له ښه او روښانه درک سره، له افغان حکومت سره خپلۍ همکارۍ بڼه ورکړي.»

د سپیدار ماڼۍ ویاند مجیب رحیمي پاکستان ته خبرداری ورکوي چې، په هېواد کې د اوسني وضعیت دوام او له ترهګرو څخه دفاع،د کابل او اسلام آباد په ګټه به نه وي.

د اجراییه ریاست ویاند د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو حل، اړتیا بولي.

له همدا اوس څخه کابل غواړي چې د امریکا نوې اداره پر پاکستان فشار راوړي ترڅو اسلام آباد د ترهګرو پر خلاف اقدام وکړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په وویل:«په دغو تېرو دوه کلونو کې،له امریکا سره د افغانستان اړیکې،یوه ستراتېژیکه او د دوه ښو همکاریو اړیکې وې،او د امریکا له نوې ادارې سره،دغه اړیکې پراختیا مومي او ښې کېږي.»

له دې مخکې دونالد ټرامپ ویلي وو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو فعالیت پر پاکستان د څارنې لپاره یوه اړتیا ده.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټرامپ د خبرو مانا دا ده چې پاکستان،باید د یوې سرطاني غدې په توګه تر کنټرول لاندې راوستل شي.هیله لرو چې ټرامپ،وکړای شي چې د ترهګریزو کړیو په له منځه وړلو کې پر پاکستان لازم فشار راوړي»

د پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل هغه بله مسله ده چې اجرایي ریاست پرې ټینګار کوي.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي وايي:«په سیاسي هوکړه لیک کې د اصلاحاتو بحث،.د اساسي قانون د لاسوند د تعدیل کمېسیون جوړولو بحث،د برېښنايي پېژاندپاڼو وېش،د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول او د اساسي قانون د لویې جرګې رامنځه کول د اجرائیه ریاست په کاري لومړیتوب کې دی.»

د پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په سیاسي موافقه کې د دې حکومت یوه ژمنه وه. خو د دغه حکومت له کاره د څه د پاسه دوو کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري چې دا ژمنې په سمه توګه نه دي عملي شوې. په همدې حال کې،د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د ټرامپ له دولت څخه غواړي ترڅو د ترهګرو امن‎پټن‎ځاینونه له منځه یوسي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:«د امریکا منتخب ولسمشر ته زما پیغام دا دی،چې له ترهګرۍ او توند لارۍ سره د مبارزې په سیاست کې په ژوره توګه بیا کتنه وکړي، او د ترهګرو ولې وچې کړي،هغه ځای چې کې ترهګر روزل کېږي او پر وسله‎سمبالېږي او له هغې وروسته زموږ په وړاندې له هغوی څخه ګټه اخیستل کېږي.»

حامد کرزي له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د نړیوالۍ ټولنې پر کړنو له نیوکې سره وویل:«کله چې زه وایم چې د ترهګرو ولې،زما منظور هغه ځای دی چې هغوی روزل کېږي،امن‎پټن‎ځایونه او روزنیز مرکزونه لري.زه یوازې د داعش او څو نورو ډلو په اړه خبرې نه‎کوم،بلکې د دې په اړه خبرې کوم چې دغو ډلو د څو لسیزو لپاره،د څو ځانځوانۍ غوښتونکو علتونو له امله د نړیوالۍ ټولنې له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې.»
https://avapress.com/vdcirqazrt1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته