دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 132629
طالبانو ناوې ولسوالۍ کې له «Quadcopter» کامرې څخه استفاده کړې.
د دولت وسلوال مخالفین، چې په ډیرو سیمو کې یې جګړه بایللې ده په وروستیو کې د امنیتي دفاعي ځواکونو له لورې ورته درانه تلفات هم اړول شوي، چې اوس مخالفین غواړي د بهرنیو استخباراتو په مرسته په تبلغاتي هڅو خپلو پردیو بادارانو ته په افغانستان کې د خپلو ترسره کړو خیانتونو ثبوت واخلي.

د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو « وسلوالو طالبانو» د هلمند د ناوې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ د ځانمرګي برید یو تازه ویډیو خپره کړې، چې د هوا له لارې ثبت شوې ده.
طالبانو ادعا کړې، دا ویډیو يي د « ډرون تکنالوجې» پر مټ اخیستې او په ټولنیزو رسنیو کې هم ددې ویډیو په اړه خلکو ته پوښتنې راپیدا شوي، چې طالبانو بې پیلوټه الوتکه له کومه کړه؟
باید وویل شي چې دا «Quadcopter» یا الوتونکې کمره د ریموټ پواسطه کنټرولیږي ، چې د لوبو میدانونو کې د لوبو د بهیر ثبت لپاره کارول کیږي او د فلمونو جوړولو کمپنۍ ورڅخه د فلمي صحنو د ثبت لپاره استفاده کوي.
دا ډل کمره طالبانو د بهرنیو استخباراتو په مرسته تر لاسه کړې او ددې لپاره یې د برید ویډیو ترې ثبت کړې، څو یې پر مټ د خپلو پردیو بادارانو څخه امتیازات ترلاسه کړي.
د ویلوده، چې په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له همکارۍ هم برخمن دي او په ډیرو سیمو کې یې د څار ګرو الوتکو له لورې د فضا په څارلو سره دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.

https://avapress.com/vdcirraz3t1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته