دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 100624
کندز: د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې 37 وسله وال طالبان وژل شوي
د کندز چارواکي وايې چې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې 37 وسله وال طالبان وژل شوي او 47 نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات له لسو ورځو راهیسې پیل شوي وو چې نن پای ته ورسیدل.
نوموړي وویل چې پدې عملیاتو کې 10 کلي په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له ولکې خلاص شوي دي.
د ښاغلي حسیني په وینا په یادو تصفیوي عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciruaz5t1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته