دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 125924
ولسي جرګه به د توتاپ پروژې په اړه دریځ اعلام کړي
د ولسي جرګي مشر د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ته دنده سپارلې څو د توتاپ پروژې لانجمن کیدو په تړاو څیړنه وکړي او راپور یې یادې جرګې او خلکو سره شریک کړي.

ولسي جرګه به د توتاپ پروژې لانجمن کیدو په تړاو خپل دریځ تر راتلونکو څو ورځو پورې اعلام کړي.

د ولسي جرګي مشر د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ته دنده سپارلې څو د توتاپ پروژې لانجمن کیدو په تړاو څیړنه وکړي او راپور یې یادې جرګې او خلکو سره شریک کړي.

حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د توتاپ بریښنا پروژه د سالنګ له لارې کابل ته ونښلول شي، هغه څه چې د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

وروسته له هغه چې کابینې پریکړه وکړه، چې د توتاب پروژې بریښنا به د سالنګ له لارې ولېږدول شي ، د مرکزي ولایتونو اوسېدونکو د حکومت دې کار باندې سخته نیوکه وکړه او حکومت یې په ښکاره تبعیض تورن کړ.

اوس دغو لانجو د ولسي جرګې په رسمي غونډې هم سیوری غوړولی. په دې ځای کې د جرګې یو شمېر غړي، د مرکزي ولایتونو د اوسېدونکو اندیښه پرځای بولي او ټینګار کوي چې دې پروژې په اړه ناسمه پریکړه شوې.

پرون سه شنبې په ورځ د ملي شورا یو شمېر غړو حکومت ته دوه اویا ساعته وخت ورکړی څو له دغې پریکړې تېر شي او که داسې ونشي؛ نو مدني اعتراضونو به وکړي.

ولسي جرګه د اعتراضونو دټولو ناوړه پایلو مسوولیت حکومت باندې وراچوي.

په پایله کې جرګې پریکړه وکړه چې دا موضوع به د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون وڅېړي او پایله به یې له خلکو سره شریکه شي.

خو ارګ بیا رسنیو ته په یوه رسمي لیک کې د توتاب پروژې څرنګوالي په اړه رسنیو ته څرګندونې کړي.

دغه لیک کې د بامیانو له لارې او سالنګ له لارې د بریښنا لېږد پرتله شوی.

د سالنګ لار دوه زره یوسلو پنځه شپیته کیلومټر ده، په داسې حال کې چې د بامیانو لار دوه زره نهه سوه درې شپیته کیلومټر ده.

په دې مانا چې د بامیانو لار د سالنګ د لارې په پرتله څه باندې اته زره کیلومټره ډېر واټن لري او ددې پروژې تمویلونکی نړیوال بانک هم په همدې لارې ټینګار کړی.

دغه لیک کې لیکل شوي چې په دغه پروژره کې یو سب سټیشن په پروان ولایت کې په پام کې نیول شوی، چې بریښنا به په چټکۍ سره بامیانو ته ولېږدوي.

بل خوا ولسمشر هم ټينګار کړی چې له ټاکل شوې مودې به مخکې بامیانو ته بریښنا ولېږدول شي.


https://avapress.com/vdcirwaz5t1ar32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته