دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 101128
افغان دولت د بهرنیوځواکونو د وتلو هرکلی وکړ

دافغانستان دفاع وزارت له خپله هیواده د امریکني او برتانوي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ.
د افغانستان ددفاع وزارت ویندویی ظاهر عظیمي پرون  په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د پای ته رسیدلو  په هرکلي سره  وویل  افغان ځواکونو د هیوادد امنیت د ساتلو توان لري.  دا په داسې حال کې دي چې  پرون انګلیسي ځواکونو په هلمند خپله وروستۍ پوځي اډه هم خالي کړه .
د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کیمرون په داسې حال کې دغه اقدام  ستایلی چې  اوس هم په  هلمند کې د طالبانو پراخې هلې ځلې  کیږي او دغه ولایت د خشخاشو د کښت  لویه سیمه ګڼل کیږي.
له  دغه اډې چې بسشین  نومیږي  او د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ  په شوراب سیمه کې پرته  ده  د انګلیسي ځواکونو بیرغ  کوز کړی شو او ورسره په یو وخت  دې ته نزدې له  لیدر نیک  اډې  هم  دامریکا  بیرغ کوز کړی شو . دغه اډه هم  په افغانستان کې دامریکا  د  پلي سمندري ځواکونو وروستۍ اډه ګڼل کیږي.
ټاکل شوې  د روان میلادي کال تر پایه پورې  د ناټو اوامریکایی  جنګي  ځواکونو لویه برخه له افغانستانه ووځي .  او  له مخالفو وسلوالو سره د مبارزې دنده افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
دافغانستان  خلک په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره مخالف دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirzazvt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته