دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 28920
هنټسمن:امریکايي سرتیري د له ټاکلي نېټې مخکې افغانستان پریږدي
امریکايي سرتیري باید تر ټاکلې پروګرام د مخه له افغانستان څخه ووځي، نوموړي د دې خبرې لپاره دلیل هغه اقتصادي ستونزې یادوي چې همدا اوس ورسره امریکا مخ ده .
جان هنټسمن چې یو مهال په چین کې د امریکا سفیر و او ویل کېږي چې ښايي د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د جمهوري خواښانو یو یاد کاندید و اوسي وايي، د هغو اقتصادي ستونزو له کبله چې امریکا ورسره مخ ده ، دا به غوره وي چې له افغانستان څخه ووځو .

د ولسمشر اوباما د ټاکلي پروګرام له مخې به له افغانستان څخه په را روانه میاشت کې د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به بشپړ شي .

خو جان هنټسمن وايي، امریکايي سرتیري باید تر ټاکلې پروګرام د مخه له افغانستان څخه ووځي، نوموړي د دې خبرې لپاره دلیل هغه اقتصادي ستونزې یادوي چې همدا اوس ورسره امریکا مخ ده .

نوموړي ویلي، که چېرې له ټاکلې پروګرام سره سم په افغانستان کې امریکايي سرتیري وساتل شي نو امریکا به اړه وي چې د یو تریلون ډالرو څلورمه برخه نورې پیسې هم په دې هېواد کې ولګوي .

نوموړي د سي این این تلویزون سره په یوه مرکه کې دا پوښتنه هم راپورته کړه چې ایا په افغانستان کې د طالبانو خلاف جګړه، د امریکا پر ملي ګټو کوم اغیز لري او کنه ؟

هنټسمن وايي، که چېرې په افغانستان کې د طالبانو سره جګړه زموږ پر ملي ګټو کوم مستقیم اغیز نه لري، که چېرې له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو لپاره کومه منطقي ستراتیژي ونه اوسي او که چېرې موږ نه پوهیږو چې په افغانستان کې به نور څومره لګښت کوو؟ نو ښه داده چې په افغانستان کې په خپلو کړنو بیا کتنه وکړو .

د نوموړي د دې ټولو څرګندونو سره کله چې ترې وپوښتل شول ایا غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال د مخه دې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتیري ووځي ، نوموړي کوم روښانه ځواب ورنه کړ .

نوموړي وویل، زه په دې باور یم چې د امریکا خلک څومره زر چې ممکنه وي د افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو غوښتونکي دي .

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي چارواکو تل ویلي په افغانستان کې یې د جګړې هدف دادی چې دا هېواد یو وار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي .

جان هټسمن تر اوسه په رسمي توګه ځان د جمهوري غوښتونکیو په استازیتوب د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې نه دی کاندید کړی، خو نوموړی وايي په دې اړه ډیر زر خپله پریکړه اعلان کړي . 

سرچينه: ازداي راديو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu3ar.t1avr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته