دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 143609
د انګلستان سفير د هلمند والي او نظامي مسُولينو سره وليدل
هلمند چارواکی وایی، د انګلستان سفير ډامينيک جرمي چهارشنبه ورځي لښکرګاه ته راغی او د پوليسو ۵۰۵ بُست زون کې يې له هلمند والي حيات الله حيات او نظامي مسولينو سره غونډه وکړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کي راغلی. د انګلستان سفير ډامينيک جرمي وويل، چې هدف يې له راتګ څخه د هلمند ولايت د عمومي وضعيت څرنګوالی او دلته د موجودې نظامي رهبرۍ ترمنځ د همږغۍ معلومول دي.
ښاغلي جرمي زیاتیوی، هغه معلومات چې دی يې په هلمند کې د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همږغۍ په اړه لري مثبت او له لاسته راوړنو ډک دي.
هغه وویل، زه به ددې ځای عمومي وضعيت، همږغۍ، ستونزو او غوښتنو په هکله هر اړخيز معلومات بشپړ او راپور به يې د ناټو غونډې ته وړاندې کړم، ترڅو په اړه يې لازم تدابير ونيول شي.
د انګلستان سفير وويل: زه وړاندې هم هلمند ته راغلی وم، خو اوس چې دا ولايت ګورم له تېر وخت سره خورا توپير لري، دلته ګڼ پرمختګونه او لاسته راوړنې شته.
هلمند والي حيات الله حيات نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ورڅخه مننه وکړه چې دې ولايت ته يې سفر وکړ. هغه وويل: هلمند کې ټول امنيتي ارګانونه خپل ترمنځ قوي همږغي لري او همدا لامل شوی چې په ګڼ شمېر سيمو کې د ګډو ځواکونو عملياتونو په ترڅ کې وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي دي.
ورپسې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي په هلمند کې د روانو عملياتو په هکله معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، دښمن په دې وروستيو کې لويه هڅه وکړه چې په دې ولايت کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي خو د افغان ځواکونو له لوري يې دغه هيلې په اوبو لاهو شوې.
نوموړي د امنيتي ارګانونو ترمنځ د کلکې همږغۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې په نادعلي، ګرمسېر او د لښکرګاه اړوند يو شمېر سيمو کې يې دښمن سخت ځپلی دی.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو اداري مرستيال پاسوال امين الله کريم د خپلو خبرو پر مهال د هلمند امنيت د افغانستان خونديتوب وباله او زياته يې کړه، چې هيڅ کله به د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په مټ پرديو کړيو ته په دې خاوره کې هدف ته د رسېدو اجازه ورنکړي.
هغه امنيتي ځواکونو ته په اشارې سره وويل: هغه ضربه چې تاسو دښمن ته ورکړې، نه هېرېدونکې او د وياړ خبره ده.
ښاغلي کريم له غوڅ ملاتړ ځواکونو هم مننه وکړه، چې له افغان ځواکونو سره يې اوږه پر اوږه د مخالفينو ځپلو برخه کې اغېزلروونکې هلې ځلې کړي دي.
https://avapress.com/vdciupaz3t1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته