دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 97690
د عبدالله عبدالله او اشرف غني خبرې به څه ګټه ولري؟
د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم دورسیالیو کې د کاندید، عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د رایو د څیړنې تخنیکي برخه یي تحریم کړې او د رایو له تفتیش نه یي خپل استازی وایستل.
ملګروملتونو د عبدالله عبدالله د ډلې په دې عمل انتقاد کړی او د اشرف غنی احمدزي د تحول او تداوم ډلې څخه یي غوښتي چې د پروسې د شفافیت په مقصد دې دوي هم د رایو د څيړنې عملیه پریږدي.
ملګرو ملتونو ویلي، پروسه دوام لري او هیله ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژر نتیجې اعلان کړي.
په همداسې یوه حالت کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ماښام سره وکتل.
د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور یعنې د جوزا د ۲۴ مې انتخابات په یوې داسې لانجې بدل شوې چې هره ورځ په کې نوې ستونزه یا مساله پیدا کېږې او د حل پرځای یي د اختلاف فاصله زیاتیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري او د ملګروملتونو د خاص استازي یان کوبیش په زیاتو هلو ځلو دواړه کاندیدان یو بل ته ورغاړې وتل او اعلان یي وکړ چې ټولې رایي به له سره تفتیش یا څیړل کېږي او په دې اړه تخنیکې او سیاسي توافق وشو.
په تخنیکي برخه کې د ټیمونو د استازو، کورنیو او بهرنیو څارونکو ترڅار لاندې د بیا شمېرنې یا تفتیش عملیه پیل شوه، خو بیا هم فزیکي اخ و ډب په کې وشو او پروسه د یوه څه وخت لپاره وځنډول شوه.
افغانان چې د رایو نتیجو ته زیات منتظر پاته شوي، د پروسې د طولانې کېدو له امله یي خپل باور له لاسه ورکړی او د سیاسي خلا د اندیښنو له وجې د خلکو ژوند په هره برخه کې له زیاتو ستونزو مخامخ دی.
نړېواله ټولنه هم چې د روان عیسوي کال په پای کې به له افغانستان څخه کډې بارکړي، د انتخاباتو د نتیجو د نه معلومیدو له امله سخت خپه، اندیښمن او ان په غوسه دي.
د دوي د محدود شمېرعسکرو پاته کېدل او له افغانستان سره د مرستو پلانونه په امنیتي تړون پورې مربوط دي چې باید د منتخب جمهور رئیس له خوا لاسلیک شي.
په هرصورت.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د چهارشنبې په ورځ یوځل بیا وویل، چې د دوي غوښتنې نه دي منل شوي او د تفتیش پروسه یي ترک کړې ده.
د ټیم یو ویاند ښاغلي سید فاضل سانچارکي وویل:
″دا چې د خپل حضور دوام مو په پروسه کې بي ګټې ولیده، موږ ووتلو.
اوس نوکه د ملګروملتونو سازمان څیړنې ته دوام ورکوي، هغه د دوي خپل کاردی، زموږ په فکر، دا کار اعتبار نه لري. نتیجه یي د اعتبار وړ نه ده او په خپله پروسه هم.″
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستیال نیکولاس هیسن وویل، چې د عبدالله عبدالله د ټیم ټولو دلایلو ته په پوره احتیاط غوږ نیسي خو دا پریکړه یي عادلانه نه ده.
اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تیر ماښام یوځل بیا وکتل او د ټیمونو د استازو په وینا، په ځینو مسالو خبرې وشوې خو کومه نتیجه یي نه درلوده.
د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تیرماښام کتنې په اړه مو د تحول او تداوم د ټیم له غړي ښاعلي فیض الله ذکي څخه وپوښتل:
″د هغو خبرو په دوام کې چې د دریمې کمیټې له خوا مشرانو ته راجع شوې وې، چې اساسا د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي په اړه دي، دوي سره وکتل.
دغه رازپه دې اړه چې دواړه لورې باید داسې همکاري وکړي چې د لوړې مراسم په خپل وخت ترسره شي.
د دغې کتنې مهمه نتیجه دا وه چې د خلکو د تصور پر خلاف خبرې په یوې دوستانه فضا کې وشوې او دواړو مشرانو د ملت او خلکو پر وړاندې خپل مسولیتونه ښه درک کړي چې دا هم د ګډون یوه مهمه وجه ده او سلا شول چې په یو دوه ورځو کې به بیا سره وګوري.″
له ډیرو افغانانو او کارپوهانو سره دا پوښتنه ممکن مطرح وي چې، کاندیدانو د تفتیش د پروسې دواړه برخې یعني تخنیکې او سیاسي برخې منلې ، دا مهال چې د اصلاحاتو اوهمپالنې ټیم تخنیکې برخه تحریم کړه او د پروسې نتیجه هم بي اعتباره بولې، نو خبرې او کتنې په څه مقصد دي او څه ګټه به ولري؟
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciuqa3.t1ay326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته