دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 100101
هلمند: په لښکرګاه کې د موټر بم چاودنې پولیس او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وایي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن ترغرمې مخکې یوه موټر بم چاودنه وشوه چې؛ په کې پولیس او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنیې قومندانۍ د امنیت د آمر مرستیال محمد ویس صمیمي آزادی راډيو ته وویل؛ چې د دې حملې هدف د عبدالله خان په نامه د پولیسو یو قومندان و چې؛ په دې پيښه کې ټپي شوی.
یاد قومندان له دې مخکې د هلمند په خانشین او نوزاد ولسوالیو کې د امنیې قومندان و.
چارواکي وایي، په دې حملې کې پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دقیق ارقام یې لا نه دي معلوم.
اخوا د هلمند د ایمرجنسي روغتون یو ډاکټر چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې؛ آزادي راډیو ته وویل، چې د پيښې له سیمې دوی ته پنځه مړي او نولس ټپيان وروړل شوي چې؛ هم پولیس او هم ملکیان په کې دي.
د دغې حملې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdciuuazzt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته