دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۰۰
د مطلب کود : 138506
د ولسی جرګی او ولایتی شوراګانو د انتخاباتی حوزو ټاکلو تخنیکی مطالعات ګزارش یا بیانیه و کابینی ته واستول سو
د انتخابات مستقل کمیسیون د ولسی جرګی او ولایتی شوراګانو د انتخاباتی حوزو ټاکلو تخنیکی مطالعات ګزارش یا بیانیه و کابینی ته د استولو خبر ورکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د انتخاباتو مستقل کمیسیون دیو خبر په لړ کی اعلان کړ: دا کمیسیون د افغانستان اسلامی جمهوریت رئیس جمهور د ۱۰۵ تقنینی فرمان په اساس، موظف سوی وو چی د دری میاشتی په ترڅ کی د خپلو تخنیکی مطالعاتو د رامنځته کولو وروسته د ولسی جرګی او ولایتی شورا ګانو د انتخاباتی حوزو د کوچنی کولو په اړه او د هغه ګزارش کابینی ته ارائه کړی.
په دی مطبوعاتی اطلاعیه کی راغلی دی: د انتخاباتو مستقل کمیسیون مشری چی د ۱۳۹۵ کال د قوس په ۷ په رسمی توګه خپل کار شروع کړ، د انتخاباتی حوزو د کوچنی کولو تخنیکی مطالعاتو موضوع د قانونی مکلفیتونو په اساس د خپل کار په لومړیتوب کی قرار ورکړ.
ددی خبرنامی په اساس، د انتخاباتو مستقل کمیسیون ددی ګزارش د پوره کولو په مقصد د مخکنی انتخاباتو ارزونی او تجربو برعلاوه، د ذیربط نهادونو پیشنهاداتو او مشورو ته هم اړتیا درلود، د همدی لپاره متعدد جلسی د ګوندونو او د هیواد مستقل سیاسی شخصیتونو سره، د مدنی ټولنی نهادونو سره، اهل خبره، د رسنیو نماینده ګانو او نورو انتخاباتی ذیربط نهادونو سره د تیرو دری میاشتی په ترڅ کی ترسره کړل.
د انتخاباتو مستقل کمیسیون اعلام کړ: نن ( د ۱۳۹۵ کال د حوت دریمه ) ددی تخنیکی مطالعاتو ګزارش مخکی د وخت د ختمیدو څخه، نهایی، تصویب او رسما د افغانستان اسلامی جمهوریت دولت کابینی ته استولی دی.
https://avapress.com/vdciuvazqt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته