دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 125609
جمهور رئیس غني: نړۍ  د تروریزم او د شوروي د تجاوز په مقابل کې له افغانانو سره ودرېده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د غویي د اتمې، دافغانستان د خلکو د جهاد د بري د څلرویشتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، حکومت ژمن دی چې دا ورځ په ارګ او ټول هېواد کې ولمانځي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، په دې ورځ د افغانستان د خلکو د ارزوګانو د تحقق لپاره په پیل شوې مبارزه کې، لویه فتحه  نصیب شوه او د حق د لارې هغه جهاد د کامیابي درشل ته ورسېد چې د افغانستان د هر ولایت، هرې ولسوالي او هر کلي خلکو پکې برخه واخیسته او عظیمه حماسه یې رامنځ ته کړه.

جمهور رئیس په هېواد کې روان جنګ ته په اشارې وویل، د دې وطن هر بچی له بدخشانه تر دایکنډي، کندهار، ارزګان، پکتیا، پکتیکا او د هېواد په هره نقطه کې د دې جنګ قېمت ورکوي او دا متحد وطن دی. هغه زیاته کړه، دښمن غواړي زموږ په منځ کې تفرقه واچوي، خو موږ د تفرقې خلک نه یوو، بلکې متحد او متفق یوو.

جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان د مسلمانو خلکو جهاد چې برحقه جهاد و، کابو ټولو اسلامي هیوادونو او د نړۍ نورو اکثرو ملکونو یې حمایت وکړ او د افغانستان مجاهدین یې په خپله مبارزه کې برحقه وبلل. لکه څنګه چې نړۍ  د تروریزم د تجاوز په مقابل کې متحده شوه او له افغانانو سره ودرېده، دغسې، په افغانستان باندې د شوروي د تجاوز په مقابل کې نړۍ د پخوا په نسبت ډېره متحده شوه او داسې هیوادونه د پخواني شوروي د تجاوز په خلاف په یوه صف کې ودرېدل چې له یو بل سره یې ډېر مخالفتونه لرل.

جمهور رئیس غني وویل، د دې په ځای چې زموږ د مقدس جهاد د زرګونوګمنامو شهیدانو اولادونه ارام ژوند ولري، د قاتلانو او انتحاریانو له لاسه، بیا هم ځورول کېږي او د تعلیم، پرمختګ او سوکالي مخه یې نیول کېږي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، نن هم زموږ ملي اردو، ملي پولیس او امنیتي قوتونه په یو بل جهاد کې برخه اخلي او افغانستان د ظلم، انتحار او تروریزم له منګولو ژغوري چې خیر یې طبعا یوازې افغانستان ته نه، بلکې ټول عالم اسلام او ټولې دنیا ته رسېږي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، هغه جنګ چې قاتلې او قاچاقبرې ډلې یې کوي، په هیڅ وجه جهاد نه دی. زموږ د ملت جهاد د وطن د ازادي او ابادي او له ظلم او ستمه د خلکو د ژغورلو لپاره پیل شو او همدا علت و چې لوستو او نالوستو، ښاریانو او کلیوالو، ښځو او نارینه وو، د افغانستان د ټولنې ټولو اقشارو یې ملاتړ کاوه.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ په هغو ورځو کې دا نه ویل چې د کومې سیمې یوو، په کومه ژبه خبرې کوو، په کوم قوم او خېل پورې تعلق لرو. موږ یوازې پوهېدو چې د یوې خاورې اولادونه یوو او ټولو د خپل وطن د ازادۍ، ابادۍ او پرمختګ په هکله فکر کاوه.

جمهور رئیس وویل، لازمه ده چې علمای کرام او اهل قلم دغه مفاهیم په تفصیل سره بیان کړي او د هغو کسانو له حقیقته پرده پورته کړي چې په شرارت او بغاوت یې د جهاد نوم ایښی او د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د مسلمانانو وینې بهوي.

جمهور رئیس زیاته کړه، د اسلام د ستر پيغمبر په وینا حقیقي جهاد هغه حق خبره ده چې زموږعالمان یې د جهل او ځورونکو ډلو پر وړاندې ووایي او پرېنږدي چې جرم او جنایت ته زموږ له دین سره پیوند ورکړي.

محمد اشرف غني وویل، له فساد، واسطې او قانون څخه تېښتې سره مبارزه یو بل جهاد دی چې موږ ټول یې باید ترسره کړو. په فساد ککړ افراد او حلقې چې د نظام او دولتدارۍ اعتماد له منځه وړي. د دې وطن د بچیانو استعدادونه ځپي او د فاسدو او ککړو افرادو ملاتړ کوي. دا له هغو خرابیو کمې نه دي چې ترهګریزو ډلو د جنګ له لارې زموږ په هېواد تحمیل کړې دي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، که ستاسو بچیانو خپلې سینې سپر کړي او خپل خواږه ځانونه یې زموږ د خلکو د دفاع او ابرومندانه ژوند لرلو لپاره نذرانه کوي، موږ هم باید له هغوی سره اوږه په اوږه په بله جبهه کې د فساد او اختلاس فرهنګ سره جهاد او رښتینې مقابله له خپلو وجایبو څخه وبولو.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د نظام بدنې ته جذبېدونکي پاک او ژمن ځوانان به د ښې حکومتوالۍ د تحقق لپاره او له فساد سره مبارزه وکړي او د هېواد راتلونکې رهبري به په لاس کې واخلي. دغه ځوانان چې د ټولنې له اړتیاو او خپلو خلکو سره ژوره بلدتیا لري، په نویو زده کړو سنبال دي او کولای شي په پوهه، هلو ځلو او ټینګه اراده زموږ د ملت د لویو ارمانونو، د شهیدانو د وینو او زموږ د دردېدلو خلکو ساتنه وکړي.
https://avapress.com/vdciuwaz3t1arq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته