دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۱۳
د مطلب کود : 155804
۲۰۱۸؛ د داعش له منځه وړنې کال یا دداعش کال؟



د کال راهیسی د ۶۰ څخه ډیر انتحاری بریدونه د طالبانو او داعش له لوری په افغانستان کی ترسره سوی دی.
له دی منځ څخه، د ۴۸ انتحاری بریدونو مسؤولیت طالبان قبول کړی دی او داعش هم دد ۱۵ څخه دیر تروریستی بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی دی چی ډیر یی په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کی ترسره سوی دی.
په هغه هوایی برید کی چی په افغانستان کی د داعش له لوری ترسره سوی، ډیر غیری نظامیان قربانې سوی دی.
مسجدونه، مذهبی اماکن، کلتوری دفاتر او ټولنیز دفاتر او شیعیانو رسنیز دفترونه ددی ډلې د بریدونو اصلی محور وو.
دولت وزیری؛ د دفاع وزارت ویاند وایی: ډیر انتحاری بریدونه چی ترسره کیږی موږ په دی باور لرو چی داعش حتی په خبر هم نه یی، طالب ترسره کوی او داعش نوم باندی یی ختموی.
داخله وزارت وایی چی طالبانو او داعش ریشه د یو سرچینې څخه اوبه خوری.
نجیب دانش؛ د داخله وزارت ویاند دفتر سرپرست وویل: په افغانستان کی هغه سرچینه چی طالب او داعش تمویلوی، یو دی.
خو په دی منځ کې هغه څه چی کارپوهانو ته ارزښت لری دادی چی داعش تروریستان، د افغانستان راتلونکی په وړاندی جدی خطر دی.
دا تروریستی ډله په قصدی توګه، خلګ او غیری نظامیانو باندی بریدونه ترسره کوی ترڅو په دی اساس، په افغانستان کې د اسلامی مذاهبو ترمنځ یو خونړیزه مذهبی جنګ رامنځته کړی.
ددی تروریستې ډلې نمایندګان او کارکوونکوې د سیاست څخه تر رسنیو او کلتور پوری هم هغه کسان دی چی په افغانستان د قدرت په چارچوکاټ کی د اقوامو سیاسی مشارکت او قومی او مذهبی وحدت ته لږ باور لری.
هغوی په شکاره توګه د تفرقه او اختلافاتو پر طبل باندی وهیی او په دی توګه، بیلابیلو ټولنیز، سیاسی، قومی او مذهبی اقشارونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوی.
دا همغه څه ده چی داعش په افغانستان کی د شیعیانو رسنیز او کلتوری، ټولنیز، دینی مراکزو په وړاندی د بریدونو په کولو سره ترسره کوی.
بناپردی، د کارپوهانو په باور، د افغانستان د راتلونکی لپاره د داعش خطر د طالبانو څخه ډیر جدی دی چی طالبان یی د رامنځته کولو توان لری.
داعش، د افغانستان خلګو ملی همبستګی او قومی او مذهبی همبستګی تر برید لاندی راوړی او هغوی رسنیزه او سیاسی ملاتړ کوونکی هم په شدت سره دا تګلاری څخه ملاتړ کوی او دولت ورځ په ورځ تفرقه او نفاق لوری ته هدایت ورکوی.
دا مسایلو ته په کتو سره، دولت د ۲۰۱۸ کال په شروع کی چی په هیواد کی د خارجی ځواکونو حضور له امله، عملآ هیواد امنیتی او سیاسی تقویم باندی بدل سوی دی، باید داسی برنامه ریزی کړی چی په نهایت کی، مشخص سی چی آیا راتلونکی میلادی کال، په افغانستان کې د داعش جولان او بریالیتوب کال به وی یا هم د تکفیری او تروریستی دلی اضمحلال او نابودی.
د غربی سایسی او نظامی چارواکو او قوماندانانو د هیله مندۍ ښودنه ددی لپاره چی په ۲۰۱۸ کال کې به داعش له منځه ولاړ سی، کوم مشکل نه حلوی؛ ځکه د ډیرو پوهانو په باور، د هغوی او داعش ترمنځ اړیکو په اړه ډیر ابهام ناکه نقطي شتون لری چی ددی ډلې سره د هغوی مبارزه تر پوښتنې لاندی راوړی او له بل لوری، د هغوی د تروریزم ضد مبارزه شروع کیدو د سر څخه په افغانستان کې، دا مشخص وو چی هغوی د تروریزم په وړاندی مبارزه نه کوی؛ بلکه عملآ هغه ډله پیاوړۍ کوی او په افغانستان کی خپل اهدافو لپاره ورڅخه ګټه اخلی.
په سوریه کی د ایران او روسیه څخه د داعش ماتې سره، دا سناریو، ډیر پیچلۍ ابعاد پيدا کړی دی او داعش د روسیه او همپیمانانو لپاره په سیمه کی د یو وسیلې په توګه بدل سوی دی.
بناپردی، د داعش سره مبارزه یا هم د مبارزی نه کونه، هغه مساله ده چی افغانستان دولت، د خارجی ځواکونو اهدافو او نیتونو څخه دباندی باید مسؤولانه ورسره مخامخ سی او هغه حل کړی.
که د دولت اوسنۍ تګلاره د داعش تروریستی ډلې په وړاندی په راتلونکی میلادی کال کې هم ادامه پیدا کړی، نه یواځې د اوضاع د ښه کیدو هیله نسته؛ بلکه افغانستان سقوط سیر به سریع او چابکه سی او داعش، خپل د قدرت پایه او اساس به محکمه کړی؛ خو که دولت، د خلګو غوښتنو او د سیاسی او ټولنیز جریانونو مکرر اخطارونو ته توجه وکړی او هغوی جدی ونیسی، کیدلای سی د دولت او خلګو په مرسته، راتلونکی میلادی کال د داعش نابودی کال وی.

https://avapress.com/vdciuwaz5t1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته