دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 90110
ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره وکتل
افغان ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په کابل کې وکتل.
حامد کرزي له ضمیر کابلوف سره پرون په ارګ کې خبرې وکړې. د روسیې ځانګړي استازي وویل؛ هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او پوځي برخو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
ولسمشر حامد کرزي بیا د روسیې استازي ته ډاډ ورکړ چې؛ د افغانستان نوی ولسمشر به هم له روسیې سره خپل اړیکي ښه ساتي او پسې پراخ به یې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciuza3.t1auz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته