دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 149982
غزنی نماینده ګان: ناامنی په غزنی کی خپل اوج ته رسیدلی دی

 

 

د غزنی خلګو نمایندګان په ملی شورا کی په غزنی کی د امنیتی وضعیت خرابیدو څخه سخت اندیښنه ښودلی دی او وایی چی ناامنی په دی ولایت کی خپل اوج ته رسیدلی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد رحیم حسنیار، د غزنی خلګو نماینده د سنا په مجلس کی وویل: غزنی هر وخت ناامنه وو خو سږ کال ناامنی ډیره سوی دی.

ښاغلی حسنیار زیاته کړه: په یو میاشت کی دوه ځله د غزنی چغتوی ولسوالی سقوط کړی دی. نن شپه د ده یک په ولسوالی کی، سخت جنګ رامنځته سوی دی چی تراوسه جریان لری. هر ورځ او شپه د غزنی ښار په اطرافو کی او ولسوالیو کی جنګ جیران لری خو مرکزی حکومت له لوری هیڅ توجه نه کیږی.

په همدی حال کی، چمن شاه اعتمادی، د غزنی خلګو نماینده په مجلس کی ددی ولایت امنیتی وضعیت خرابوالی څخه نیوکی وکړی او وویل: په تیرو څو ورځو کی په یو ولسوالی کی د یو میاشت څخه کم موده کی پولیسو دوه فرماندی وژل سوی دی؛ دا په غزنی کی د وضعیت او حالاتو سخت خرابوالی شکاره کوی.

ښاغلی اعتمادی په دی بیان سره چی د غزنی زنخان او ناوه ولسوالی وضعیت د جغتو څخه ښه نه دی، ټینګار کړی دی چی د غزنی امنیتی وضعیت د قندوز ولایت په شان دی او خلګ سخت اندیشمند دی.

په دی سره، فضل هادی مسلمیار، سنا مجلس مشر وعده ورکړه چی دا مجلس د غزنی نمایندګانو شکایت و مسوول نهادونو سره شریکوی.

د غزنی ولایت په هیواد کی د ناامنوی ولایتونو څخه دی چی مسلح مخالف ډلی په ځینو ولسوالیو کی یی حضور لری.

https://avapress.com/vdciv3azrt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته