دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۲۰
د مطلب کود : 139587
د سوداګریزو توکو پر مخ د پاکستان د دروازو پرانیستل
په تورخم او سپین بولدک کې یو شمېر پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د پاکستان د پولیو د تړل کېدو له امله پاکستان ته ډېر زیان رسېدلی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، سوداگر د پاکستان پر حکومت د سوداګرو د زیانمن کېدو له امله نیوکه کوي.
له بلخوا په سین بولدک کې یو شمېر سوداګر وايي چې تراوسه هم په دغې دروازه کی ستونزی سته.
له بلخوا یو شمېر افغان سوداګر وايي چې افغان حکومت باید د داشان کار د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.
هغوی وايي چې د دغو دروازو تړل کېدو هغوی ډېر زیانمن کړي او په دغې موده کې په مېلیونونه پاکستاني کلدارې یې د پاکستان حکومت ته ډیمریج ورکړی دی.
د افغان سوداګریز شرکتونو یو استازی خان رحمان څرګنده کړه:«په پاکستان کې زموږ د اړو څلور موټر درول شوي وو،خو نن ګهیځ مو چې ولیدل ټول خراب شوي وو،نو هغه مو بېرته پاکستان ته واستول.»
د افغان سوداګرو یو استازی روشان وویل:«حکومت نور باید اجازه ور نه کړي چې دغه لاره وتړل شي له هغې څخه پرته موږ له پاکستان سره خپله راکړه ورکړه پرې کوو.»
له بلخوا د سپین بولدک او تورخم دروازو پرانیستو،د سلګونو افغانانو او پاکستانیانو انتظار ته چې د دواړو پولو کې ښکېل شوي وو د پای ټکی کېښود او ویل کېږي چې نن په سلګونه کسانو له دغو دروازو دواړو هېوادونو ته تګ راتګ وکړ.
https://avapress.com/vdciv3azyt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته