دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 143483
اسلامي جمعیت د خپلې رهبرۍ شورا د غړو شمیر ۶۴ ته زیات کړی

د افغانستان اسلامي جمعیت وايي د دې لپاره چې دغه ګوند د افغانستان له ټولو قومونو څخه استازیتوب وکړي، د لنډمهالې دورې لپاره یې د خپلې رهبرۍ شورا د غړو شمیر له نهو څخه ۶۴ ته زیات کړی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا نویو غړو، چې څلور ښځې هم په کې شاملې دي، د سې‌شنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړل.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح‌الدین رباني په دغو مراسمو کې وویل، چې په راتلونکې کې د افغانستان په کچه د لویو کارونو د ترسره کولو لپاره یې د دغه ګوند د رهبرۍ د کچې په تشکیلاتو کې بدلون راوستی دی.

هغه وویل "د افغانستان د اسلامي جمعیت د جوړښت د بیارغولو موخه دا ده، چې د خپلو خلکو ځواک، د لویو کارونو او برنامو لپاره، لاپسې پیاوړی کړو. لکه څنګه مو چې په تیرو ټاکنو کې د خپلو خلکو قوت په ډاګه کړ، باور لرو چې نننۍ پریکړې ته په پام، په راتلونکو ټاکنو کې به هم په لا زیات قوت او ولسي ځواک سره په صحنې کې حضور ولرو."

ښاغلي رباني وویل، د اسلامي جمعیت د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د دغه ګوند دروازې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستې دي.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر یو ځل بیا په افغانستان کې د پارلماني نظام په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان د لانجې لپار د حل یواځینۍ لار وبلله.

د اسلامي جمعیت ګوند په خپلې رهبرۍ شورا کې دغه بدلون د لنډمهالې دورې لپاره راوستی دی.

د دغه ګوند ویاند نسیم فقیري امریکا غږ ته وویل، چې د رهبرۍ شورا د دایمي غړیتوب لپاره به په نږدې راتلونکې کې د اسلامي جمعیت کنګره راوبلل شي.

هغه وویل "د دې لپاره کار کیږي، تر اوسه یې دقیق تاریخ نه دی معلوم، کیدی شې چې د رهبرۍ شورا په غړو کې بدلون راشي، کم یا زیات شي."

د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ په شورا کې دغه بدلون وروسته له هغې راوستل شوی، چې تیره اونۍ د دغه ګوند اجرائیوي رئیس عطامحمد نور په کابل کې د اسلامي جمعیت د لوړې کچې غړو پر انفرادي فعالیتونو نیوکه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له یو ادرس څخه دې خپل سیاسي فعالیتونه تنظیم او ترسره کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazpt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته