دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 143780
هرات کې د خونړی چاودنې مخه ونیول شوه

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه د یوې خونړی چاودنې مخنیوی کړی دی.

د هرات امنیه قوماندانی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې درې ماینونه چې د دولت ضد مخالفینو له خوا د اوبه ولسوالی اړوند په مرغچه سیمه کې ځای پر ځای شوی وه، د امنیت ځواکونه له خوا کشف او شنډ شول.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي (یوناما) دوه میاشتې مخکې وویل، چې په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور پر بنسټ، د تیر ۲۰۱۶ کال په څیر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی چې ورپسې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او ځانمرګي بریدونه او همغږي ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو لاملونه په ګوته شوي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazut1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته