دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 143681
امریکا د افغانستان هوایي ځواکونو لپاره د ۷۶،۷ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد منظور کړ

 د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاه د ۷۶،۷ میلیون ډالرو په ارزښت یو نوی قرارداد منظور کړی دی.د پنټاګون له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د افغان هوایي ځواکونو له ام ډي ۵۳۰ اف (MD-۵۳۰F) جنګي چورلکو څخه د لوژستیکي ملاتړ لپاره ام ډي هیلیکوپټر جوړونې شرکت (.MD Helicopters Inc) ته د ۷۶ میلیون او ۷۰۰ زرو ډالرو په ارزښت یو نوی قرارداد ورکړل شوی.

د پنټاګون په وینا، په پام کې ده چې د دغې قرارداد کار د راتلونکی کال د مې په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو په اریزونا ایالت او په افغانستان کې بشپر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان هوایي ځواک بشپړ تجهیز لپاره هڅې روانې دي او د امریکا حکومت په پام کې لري افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-۶۰ یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل مخکې ویلي وو، چې د امریکا حکومت په پام کې لري افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-۶۰ یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

جنرال ووټل نږدې دوه نیم میاشتې مخکې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د امریکا دفاع وزارت په دې اړه خپل وړاندیز تیر کال سنا مجلس ته سپارلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه وړاندیز کې ۸۱۴،۵ میلیون ډالر بودجې شامل دې او په پام کې ده حکومت له دغو پیسو څخه افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هیلیکوپترونه، دیرش ایم دی ۵۳۰ ایف جنګي هیلیکوپترونه، پنځه اي سي ۲۰۸ الوتکي او شپږ اي ۲۹ جنګي الوتکي برابرې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazzt1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته