دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 99698

د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر ین ویمنګ سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي  ین ویمنګ د چین دجمهوررئیس نیکې هیلې او سلامونه ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ته و رسول او دافغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د هغه د ټاکل کېدو له امله یې ورته مبارکي وویله.
ښاغلي ین ویمنګ وویل چې چین له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ دوام ته ارزښت ورکوي او د افغانستان استقلال، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي کوي.
د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې خپلو وړیا مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د پانګې اچونې کچه پراخه کړي.
ښاغلي یم ویمنګ، تروریزم د دواړو هېواد پر وړاندې ګډ ګواښ وباله او د دغې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې باندې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر د افغانستان جمهوررئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ته بلنه ورکړه چې د استانبول د بهیر په څلورم کنفرانس کې چې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په وروستیوکې د دغه هېواد د تیانجین په ښارکې جوړیږي، ګډون وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د ده د لوړې په مراسموکې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت د وزیر د ګډون او په تیرو کلونو کې له افغانستان سره  د چین د مرستو له امله مننه وکړه او څرګنده یې  کړه  چې د افغانستان حکومت د دې غوښتونکی دی چې د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، تروریزم  د سیمې په کچه یو مشترک ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته د سولې راوستل یې د حکومت لومړیتوب دی.
د هېواد جمهوررئیس هیله څرګنده کړه چې د چین  بازارونو ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو د لارې موندنې په برخه کې د هغه هېواد چارواکې لازمه همکاري وکړي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د وریښمو د لارې د بیا فعالیدو په اړه د چین د نظر ملاتړ وکړ، وې ویل چې د دغې لارې بیا فعالېدل فرهنګي او اقتصادي ګټې له ځان سره لري چې افغانستان یې د بیا فعالېدو غوښتونکی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivqa3.t1a3326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته