دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 126383
د فساد اصلي ريښې چيرته دي؟

تېرې ورځې د انګلستان صدراعظم ډيوډ كامرون د بريټانيا د ملكې دويمې اليزابت په مخكې په لندن كې د فساد د مخنيوي په اړه په يوه جوړيدونكي كنفرانس په اړه وويل چې په دې كنفرانس كې په د نړۍ د فاسد ترينو هېوادو مشران برخه اخلي، هغه افغانستان او نايجيريا د نړۍ تر ټولو فاسد هيوادونه وبلل. زه دا نه وايم چې په افغانستان كې فساد نشته، بلكې دلته يواځې اداري فساد نه، بلكې د فساد اقسام موجود دي چې زموږ هېواد يي هم د غربت او هم د اخلاقي فساد پر لور روان كړي دي; خو ډيوډ كامرون چې په كومه لهجه د افغانستان او نايجيريا نوم واخيست دا په حقيقت كې د نړيوالو پر وړاندې ددې دواړو هيوادونو د ولسونو تر ټولو ستر توهين و. كه څه هم ولسمشر غني په دپلوماتيكه لهجه د كامرون د خبرې يو څه ځواب وركړ، خو هغه ځواب كافي نه و او په دې كې يې هم نه غوښتل چې د كامرون خاطر ډېر دروند نه كړي.

زه فكر كوم چې يواځې دا ادعا كافي نه ده چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو فاسدو هېوادو كې وشمېرل شي، بلكې دا بايد روښانه شي چې افغانستان ته دا فساد چا راوړ؟ هسې خو د نړۍ هېڅ هېواد هم دا ادعا نه شي كولاي چې لمن يې له فساده كاملاً پاكه ده. د فساد ريښې په انګلستان كې هم موجود دي، په امريكا كې هم او په نورو لويديېو هېوادو كې هم، خو د فساد كچه به يې سره تفاوت كوي.

انګلستان د نړۍ هغه هېواد دې چې تر نورو استعمارې هېوادونو د استعمار ډيره سابقه لري. د انګلستان په استعماري تاريخ كې له چين سره د انګريزانو د ترياكو جنګ ډېر مشهور دي چې هلته يي د ترياكو كر دود كړ او د چين خلك يې پر ترياكو روږدي كړل. اوس انګلستان، امريكا او د ناټو نور هېوادونه خو په ځانګړې توګه همدا دواړه په افغانستان كې هم د فساد عاملين دي او هم د مخدره موادو د دودولو. تاسې وګورئ ملاعمر په خپل يوه فرمان سره په ټول افغانستان كې د كوكنارو كرل منع كړل خو كله چې استعمار ګره امريكا او استعمار ګره بريتانيا افغانستان ته راغلل دلته اداري فساد اوج ته ورساوه. دا خبره خو اكبر مؤسسې په خپلو څېړنو كې ثابته كړه او بالاخره افغان دولت هم په دې خپره اعتراف وكړ چې د بهرنيو هېوادو مرسته اتيا سلنه پخپله د هغوي له خوا لګول كېږي او پاتي شل سلنه يې افغانس دولت ته وركوى. هغوي ددې له پاره په افغانستان كې د اداري فساد ترويج ته اړتيا لرله چې غوښتل يې دغه پيسې بيرته ددوي خپلو جيبونو ته ولويږي. تاسې فكر وكړئ ادعا كيږي چې امريكا تر سلو ملياردو ډالرو زياتې پيسې په افغانستان كې ولګولې خو افغانستان لا هم همغسې كنډواله دي، زه دا هم نه وايم چې دلته كار نه دي شوي، د پخواني ولسمشر حامد كرزې په دوره كې يو څه عمراني كار وشو، خو دي كار د هغو پيسو په تناسب د حساب وړ نه دي چې د لګولو ادعا يې كيږي. كوم سركونه چې پاخه كړاي شول، ټول بي كيفيته، تاسې نژدې ولاړ شئ د كابل كندهار سرك وګورئ او د كابل-جلال آباد سرك وګورئ په داسى حال كې چې پر هر كيلو متر سرك لږ تر لږه يو ميليون ډالر لګيدلي دي، خو كيفيت يې هغه دى چې ګورو يې.

انګلستان په افغانستان كې د امريكې تر څنګ خپل استعماري اهداف تعقيب كړل. اوس خو ستونزه دا ده چې زموږ دولت يا حكومت چاته هم نه شي ويلاي چې پر مخ دې څو سترګې دي، ځكه هغه د حضرت سعدي په وينا: ((هر كه را بر سماط بنشينى، واجب آمد بخدمتش برخاست)) اوس خو د افغانستان واكمنان په يوه ډول نه پر بل ډول د هغوي د احسان تر بار لاندې دي، نو كله ورته حضرات ويلاي شي چې ددې ټولو فسادونو مورخو همدا امريكا، انګليس او د ناټو ټول غړي دي، دې دواړو هېوادو د هلمند يورانيم او ليتيم چور كړل او خپلو هېوادو ته يي ورسول، د مخدره موادو مديريت هم همدا دواړه هيوادونه كوي او دا څومره مخدره مواد چې په افغانستان كې توليديږي، دا چيرته ځى؟ معلومه ده چې دا ټول د افغانستان د ګاونډيو هېوادو له لارې قاچاق كېږي او بالاخره لويديزو هېوادو ته رسېږي. د تخمين له مخې د مخدره موادو له لارې په افغانستان كې د كال اتيا مليارده ډالره عوايد تر لاسه كيږي، كه چېرې ددې پيسو لسمه برخه هم د افغان دولت جيب ته لويدلاي اوس به افغانستان ګل و ګلزار واي او د امريكا د مرستو احسان به مرهون منت نه واي او اوس به يې په واز كومي امريكا او ناټو ته ويلاى چې نور مو تلتك ملتك له افغانستانه بار كړئ، ان چې امريكا كله خپل يو شمېر عسكر له افغانستانه ايستل د هغوي هغه زاړه او مستعمل تجهيزات يې هم پر افغانستان ونه لورول، له يوې خوا د افغان ملې اردو د روزنې لاپې كوي او له بلې خوا وايې چې افغان ملي اردو زموږ د وسلو او تجهيزاتو په استعمال نه پوهيږي بيا نو امريكا، بريتانيا او نورو لويديزوالو او د هغوي انډيوالانو زموږ اردوو ته كومه روزنه وركړې ده؟ خو معلومه ده چې دوي له موږ سره په چل او ټګۍ روان دي.

پخواني ولسمشر حامد كرزي هم په وار وار دا خبره همغه مهال وكړه  چې په فساد كې لوي لاس د بهرنيانو دي، دا بهرنيان خو نور څوك دي خو همدا د ناټو غړي هېوادونه دي چې په سر كې يې امريكا او ورپسې بريتانيا ده همدوي د دروازې له لارې افغانستان ته مرستې راوړې، خو د كړكۍ له لارې يې بېرته وېستې.

يوه ډېره د خواشينۍ خبره داده چې همدې لويديزوالو هغه فاسدى ډلې ټپلې پر افغانستان واكمنې كړي چې تر شاي يې د همدوى لاس دى، همدا فاسدې او شرميدلې ډلې يې وپاللى او كه نه دا كومه ګرانه خبره نه ده تاسې له ټولو هغو جنګسالارانو چې بي حسابه شتمنۍ يې را ټولې كړې پوښتنه وكړئ چې دا پيسې يې له كومه كړي؟

زه په سلو كي سل باور سره وايم چې له هغوى يوه سره هم ځواب نشته، بلكې نور خويې لايوي خواته پرېږده چې يواځې د هغو كورونو حساب نه شي وركولاى چې دوي په كې اوسيږي. له بلې خوا امريكا او ناټو نه پريږدي چې په افغانستان كې ځواكمن حكومت منځته راشي بلكې هڅه يې كړي چې يو ښځونك حكومت پر افغانستان وتپي چې نه نر وي او نه ښځه او هميشه د مفسدينو پر وړاندې يې په خوله كې ګونګړي اچولي او هيچا ته هم نه شي ويلاي چې ولې؟ دا ځكه چې دوي پخپله هم تر ستوني پورې په فساد كې ډوب دي، نو څوك چې پخپله د فساد سرلارى وي، هغه بل ته كله ويلاي شي چې ولې؟

موږ يوه داسې حكومت ته اړتيا لرو چې مشر يې د مشرتابه د نورو صفاتو تر څنګ چې بايد ويې لري، پخپله يې هم لمن له فساده پاكه وي. اوس خو دا فاسدې ډلې يوه له بلې سره داسې نښتي چې د خطر د احساس په وخت كې يو د پل تر ځنګ ودريږي او په يوه افغان غږ خبری آژانسز له ځانه د دفاع غږ پورته كوي. لنډه دا چې د افغانستان په روانه هره بدبختۍ كې امريكا او انګليس خامخا دخيل دى.

https://avapress.com/vdcivqazpt1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته