دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۵
د مطلب کود : 136986
جمهور رئیس غني د شهید حفیظ الله پاڅون بارکزي کورنۍ ته د شجاعت دولتي نښان ورکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د شهید حفیظ الله پاڅون بارکزي کورنۍ ته د نوموړي د زړورتیا، سرښندنې او مېړانې د تقدیرولو او د هغه کورنۍ سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ څرګندولو په موخه د شجاعت دولتي نښان ورکړ.

ښاغلی حفیظ الله پاڅون بارکزی په کابل کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم میرولي په کور د ترهګریز برید پرمهال چې د دوی ژغورنې ته ورغلی وو، شهید شو.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ارزګان، هلمند او کندهار ولایت مشرانو هم حضور درلود، په پیل کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي او د شهید پاڅون پلار عبیدالله بارکزي د نوموړي ژوندلیک ولوسته.

ښاغلي بارکزي وویل، شهید پاڅون په دوه کاله او اته میاشتو کې قران کریم له تجوید سره حفظ کړ. د دیني زده کړو ترڅنګ رحمان بابا لېسې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. په هند کې د سیاسي علومو او ژورنالیزم له لوستلو وروسته یې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري وکړه.

ښاغلي بارکزي له جمهور رئیس غني څخه د شهید پاڅون د شهادت د تسلیت او ډاډګېرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، نوموړي د ودان او سوکاله افغانستان لپاره ډېرې هیلې او ارمانونه لرل او تل یې ځوانان او خپل همزولي زده کړې او سوله ییز ژوند ته هڅول. ورپسې ښاغلي ډاکټر حکمت الله حکمت د لوی کندهار او ارزګان په استازیتوب د خبرو پرمهال د شهید حفیظ الله پاڅون بارکزي د شخصیت، پوهې، وړتیا او زړورتیا په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، د پاڅون لاره او زړورتیا به چې د نورو د ژغورلو لپاره یې خپل ځان نذرانه کړ، د ټولو لپاره ښه بېلګه او ویاړ وي.

وروسته جمهور رئیس غني یو ځل بیا د شهید پاڅون کورنۍ، د ارزګان او لوی کندهار مشرانو ته تسلیت ووایه او د شهید پاڅون د غم د زغم په برخه کې یې د دوی صبر او استقامت وستایه. جمهور رئیس غني وویل، د تحمیلي جګړې له امله هره ورځ د شهید پاڅون په څېر د هېواد ځوانان قرباني او زموږ ګڼې کورنۍ غمجنې کېږي. هغه زیاته کړه، زموږ ټولو غم، ژوند، ویاړونه، ارزښتونه او راتلونکی سره شریک دی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د شهید پاڅون په ګډون د ټولو شهیدانو پیغام د سولې پیغام دی او د دوی د ارمانونو د پاللو په موخه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره بې درېغه قربانۍ ورکوي.

جمهور رئیس وویل، له خپلو شخصي پیسو څخه به په ارزګان ولایت کې د شهید حفیظ الله پاڅون بارکزي په نوم دهېواد د بچیانو د زده کړې او روزنې په موخه یوه لېسه جوړه کړي. هغه زیاته کړه، د ارزګان ولایت د امنیت، پرمختګ او معارف د ودې په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه راسره شریک کړئ.

محمد اشرف غني یو ځل بیا د هغوی له زغم او حوصلې څخه په مننې وویل، تاسو ټولنې ته د عزت، لوړې شملې، همت، خواخوږۍ او وطن پالنې عملي مثال شوئ. هغه د تحمیلي جنګ او د بې ګناه خلکو د وینې د ودرولو په برخه کې د ولسي مشرانو همکاري مهمه وبلله.

جمهور رئیس غني وویل، په وحدت، یووالي او ټینګه اراده به افغانستان ودانو، ځکه په دې وطن کې ډېره لویه پانګه او استعدادونه موجود دي چې د هغوی له وړتیاو څخه باید په بېلابېلو برخو کې ګټه واخیستل شي او د خدمت فرصتونه ورته برابر شي.

ارگ - ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcivqazqt1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته