دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 90228
جمهور رئیس کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي مایکل کخ سره وکتل.
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او آلمان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د سولې د بهیر او د سیمه ایزو مسئلو په باب خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي په بریالیتوب سره د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو له امله د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته مبارکي وویله او هغه یې د دغه هېواد لپاره یوه ستره بریا وبلله.
مایکل کخ په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې آلمان به له افغانستان سره په بېلا بېلو ساحوکې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د هېواد جمهوررئیس آلمان د افغانستان لرغونی دوست هېواد وباله او له افغانستان سره یې د آلمان د دوست هېواد له مرستو او همکاریو او همدا راز د افغانستان د انتخاباتو په اړه یې د دغه هېواد له ښه نظر څخه مننه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivra3.t1aur26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته