دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 112180
۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندز، بغلان، بدخشان، سرپل، کندهار، زابل، غزنی، خوست، پکتیکا، پکتیا او هرات ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۶۱ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivrazut1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته