دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 122585
جمهور رئیس غني: نن د هېواد د هوایي ځواک د پیاوړتیا ورځ ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت له لوري د نظامي طیارو د الوتنو د نندارې په جوړو شویو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، د هوایي ځواک د پیلوټانو زحمتونه، مېړانه، جرئت، صادقانه خدمت او کارنامې به په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.

دغه مراسم چې د هوایي ځواک د کابل په نظامي ډګر کې جوړ شوي وو، لومړی د هوایي ځواک په چارو کې د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال محمد دوران او د هوایي ځواک عمومي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ د هېواد د هوایي نظامي ځواک د توانمندۍ او نظامي طیارو د ځانګړنو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

جمهور رئیس غني د خپلې وینا په پیل کې د هېواد د هوایي ځواک د شهیدانو یادونه وکړه او وې ویل، هغوی په مېړانه او زړورتیا له خپل هېواد او هېوادوالو څخه دفاع وکړه او ځوان پیلوټان د همدوی له برکته په هېوادنۍ مینه او ملي روحیه سنبال وروزل شول. هغه زیاته کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنۍ له حکومت سره ځانګړی ځای لري او د اولادونو پالنې ته یې پاملرنه کوي.

جمهور رئیس وویل، ټولو وطنوالو په ځانګړي ډول امینتي او هوایي ځواکونو ته ډاډ ورکوو، چې د دوی د جګړې د ډګر سرښندنې به د سیاست په ډګر کې ونه بایلو. هغه زیاته کړه، موږ ژمن یوو چې د ولسواک دولت په توګه د افغانستان ټول خلک په غېږ کې ونیسو او څوک چې د ملت پراخه غېږ نه مني خپله ځانونه حاشیې ته باسي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، نن د هېواد د هوایي ځواک د پیاوړتیا ورځ ده او د هوایي ځواک له هغو انجینرانو او پیلوټانو څخه مننه چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان د دفاع او ساتنې په لاره کې مبارزه وکړه او قربانۍ یې ورکړې. هغه زیاته کړه، تاسو د ارتباط پل او زموږ ټولو ویاړ یئ. په تاسو ټولو پانګونه کوو.

جمهور رئیس وویل، د هېواد هوایي ځواکونه په هره نقطه کې د دښمن د ځپلو لپاره الوتنې کوي او د ځمکنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ګټور دي. هغه څرګنده کړه، تاسې په مېړانه او جرئت په هغو طیارو کې چې هیچا پرې باور نه درلود هرې دښتې، د هر غره څوکې او هرې درې ته له دښمن سره د مبارزې په موخه لاړئ.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، هیڅوک پر افغانانو خپله غوښتنه نشي تحمیلولی او د سولې په هکله زموږ پیغام واضح دی. موږ باعزته، په اساسي قانون استواره او داسې سوله غواړو، چې زموږ د وطنوالو حقونه په کې خوندي وي.

جمهور رئیس غني وویل، موږ هدفمند او متحد یوو، چې په ګډه به شته ستونزې حل کړو. هغه زیاته کړه زموږ د خلکو اساسي غوښتنه د امنیت او ثبات تامین او د ښه ژوند د شرایطو او اسانتیاو برابرول دي.

محمد اشرف غني وویل، زموږ جنرالان تر ټولو ډېر سوله دوست دي، دوی پوهېږي چې د سولې قېمت د سرباز، برید مل، افسر او جنرال وینه ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان د دفاع او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په خاطر دغه قېمت او قرباني ورکوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivrazwt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته