په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، پروان ، تخار ، بدخشان ، سرپل ،کندهار، هلمند ، نورستان ، کندز ، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۸۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۶۹ تنه ټپیان او۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د زابل ، لوګر و پروان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)