دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 99788
حضرت عمر زاخیلوال د ملي اقتصاد د سلاکار او د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ماليې وزیرحضرت عمر زاخیلوال د ملي اقتصاد د سلاکار او د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ ښاغلی زاخیلوال د مالیې په وزارت کې د کاري ځنډ د مخنیوي په خاطر د هغه وزارت سرپرست ټاکلی شوی.
حضرت عمر زاخیلوال تردې وړاندې هم له څو کلونوراهیسې د افغانستان د مالیې وزیر وو.
افغان چارواکي وایې، ډيرژربه د کابینې نوي وزیران ملي شورا ته د رایو د اخیستلو لپاره معرفي شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivya3.t1a3v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته