دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۲۱
د مطلب کود : 137886
امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې پرمختګ کړی
امنيتي ځواکونو د ترينکوټ شمال ختيځ لور ته د چاڼېزو عملياتو په پايله کې زياتې سيمې نيولي دي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د روزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وويل له تېرې شپې راپه دې خوا د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د ترینکوټ شمال ختیځ لور ته د پیل شویو هوایي او ځمکني عملیاتو په بهير کې د مرکز ترینکوټ اړوند د سترمن غونډۍ، سفر کاریز، کاریزونه، بیدک، سره کلا سیمې او یو شمیر نور کلي د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک کړي او د دغو سيمو په نیولو سره یې د چورې او دهراود ولسوالیو تر منځ د مخالفینو مواصلاتي او اکمالاتي لارې بندې کړی دي.
صدیقي زیاته کړه چې په سیمه کي د وسله والو مخالفینو له خوا ګڼ شمېر ماینونه ځای پر ځاي شوي چي تر اوسه يي شل (۲۰)ماینونه شنډ کړي او لا هم د انجینري ټیم د نورو ماینونو په شنډولو بوخت دي.
صديقي که څه هم د وسله والو مخالفینو د تلفاتو کره شمېر نه ښايي خو زیاتوي چې په سیمه کې اوس هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي .
دی وايي په پيل شويو عملیاتو کې امنیتي ځواکونوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې هم د ترینکوټ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د سفید خار،شاه حسین غونډۍ، هندوګک، کښته، لوړ ګوګرک او ځیني نوري سیمي د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې.
https://avapress.com/vdcivyazqt1apv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته