دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 117185
د  ښوونکي د مقام تجلیل په حقیقت کې د پوهې، روښنايۍ، نېکمرغۍ، اخلاقو او معنویت ستاینه ده
د تلې ۱۳ مه د ښوونکي د عالي مقام د نمانځلو ورځ ده. زه ددې ویاړمنې ورځې په مناسبت محترمو هیوادوالو، درنو ښوونکو، ګلالیو زده کوونکو او د پوهنې وزارت کارکوونکو ته خپلې نېکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کوم.
د ښوونکي دنده یوه تر ټولو مهمه، سپېڅلې او له ویاړه ډکه دنده او ښوونکي ته الله پاک داسې مقام ورکړی، چې په نړۍ کې له بل هېڅ مقام سره نه شي پرتله کېدای. ښوونکی د سمون، رښتیا، روڼوالي او سرلوړۍ بېلګه ده، ښوونکی د تمدن د کاروان سالار، د علم او کلتور د قافلې مخکښ، د پیغمبرانو وارث او د غوره انسانیت معمار دی، ښوونکی د ښوونې او روزنې د بهیر مهم رکن او د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ تر ټولو اغیزناک محور دی، چې ټولنه پر مثبت لوري رهبري کوي، له همدې امله د ښوونکي لپاره یوازې دا ویاړ بس دی، چې د بشریت ستر لار ښود حضرت محمد (ص) خپل ځان ته ښوونکی ویلی او فرمایلي يې دي: (انما بعثت معلما) په تحقیق سره زه ښوونکی را استول شوی یم.
د ښوونکي د مقام تجلیل په حقیقت کې د پوهې، روښنايۍ، نېکمرغۍ، اخلاقو او معنویت ستاینه ده. ژوندي، ويښ او د پوهنې پر اهمیت پوه ملتونه تل د خپلو ښوونکو درناوی کوي او د هغوی عزتمن مقام ته په درنه سترګه ګوري. زموږ قدر پېژندونکی ولس هم هر کال د دې ویاړلي مناسبت درناوی کوي او د خپلو ښوونکو د روښانه کارنامو په ویاړ د مننې مراتب وړاندې کوي.
زموږ د ټولنې د ښوونیز او روزنیز نظام توسعه او پرمختګ په حقیقت کې د هغو ښوونکو په نه ستړي کېدونکو فعالیتونو، اخلاص، فدارکارۍ او ښوونیزو چارو کې نغښتې، چې هره ورځ په پوره خواخوږۍ او زړه سوي د ولس بچیانو ته زده کړه ورکوي.
په ټولنه کې د ښوونکو همدې اهمیت او پر موږ ددوی حق ته په کتو پوهنې وزارت هڅه کوي، چې ددوی ژوند ته تر ټولو ډېره پاملرنه وکړي. زه د پوهنې د خدمتګار په توګه ژمنه کوم، چې د خپلو ټولو شته امکاناتو په چوکاټ کې به د ښوونکو او استادانو د ژوند د ښه والي په لاره کې له هېڅ راز هڅو ډډه و نه کړم. هیله من یم د درنو ښوونکو د همت او اخلاص، د افغانستان د ویاړلي ولس د ګډون، یووالي او ملاتړ او د ملي یووالي حکومت د هڅو او هاند پر مټ له هغو ګواښونو په بري تېر شو، چې زموږ د معارف پر وړاندې پراته دي.
له فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا درنو ښوونکو ته، چې د ټولنې خدمتګار، زیار کښ او فداکار قشر دی، ددوی د ویاړلې ورځې له امله د زړه له کومي مبارکي وایم، په تودو ولولو سره د دوی د هڅو درناوی کوم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته تلپاتې بری او سرو لوړي غواړم. انه سمیع قریب مجیب.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivyazwt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته