دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 111983
دایران دپوځي مانورې پیغام دسیمې لپاره صلح او امنیت دی .
دایران داسلامي جمهوریت دپوځ د ځمکني ځواک قوماندان دګاونډیو او دوستو هیوادونو لپاره د بیت المقدس اووه ویشت(۲۷) په نوم دپوځي مانورې پیغام صلح او امنیت وباله او ویې ویل په اتحاد سره په سیمه کښې امنیت او ارامښت ټینګولای شو .
زمونږ خبریال وايي دایران دپوځ د ځمکني ځواک قوماندان برید جنرال احمد رضا پوردستان پرون د بیت المقدس اووه ویشت(۲۷) د پوځي مانورې د توغندیو د مرحلې له ترسره کیدا وروسته وویل دایران داسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه دسیمې او دایران دګټو دساتلو لپاره ډیر ښه دفاعي توان او زیات جنګي چمتووالی لري .
هغه وویل دغه توانمۍ سبب کیږی چې داسلامي ایران بچیان د ایران داسلامي جمهوریت دسپیڅلي نظام پرضد ددښمانانو لخوا هرډول ګواښ وڅاري چې دګواښونو له شرایطو سره متناسب غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
دایران دپوځ دغه قوماندان زیاته کړه دوستو او ګاونډیو هیوادونو ته وایو چې په اتحاد او یوزړه توب سره ددښمانانو هرډول ګواښ څارلی شو چې هغوې ته سیمې ته دراتلو اجازه ورنکړو او په دغه اتحاد سره به په سیمه کښې امنیت او ارامښت ټینګ کړو .
دایران دغه پوځي مانوره دمي تر ۲۷ نیټې پورې دوام و لري .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivzazpt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته