دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 113459
د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۱۴ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ارزګان،فراه،کندز او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۴ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۵ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د تخار او فراه ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژآنس(اوا)
https://avapress.com/vdciwpaz3t1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته