دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 105557
"داعش په افغانستان او پاکستان کې خپلو لیکو ته وسله وال جذبوي"

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان کیمبل؛ له "آرمې ټایمز" خپرونې سره مرکه کي ویلي؛ موږ داسي راپورونه کتلي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا په افغانستان او پاکستان دواړو کې په ښکاره ډول د خلکو جذبول او د شبنامو خپرول دوام لري.
دغه امریکا جنرال په مرکه کي ویلي؛ موږ هرڅه په عمیق ډول څیړو او غواړو ډاډمن شو چې هرڅه مو کتلې دي. دی وایي، ما خپلو همکارانو ته په دې اړه د استخباراتي معلوماتو ورکول لومړیتوب ګڼلی؛ خو که ریښتیا ووایم، تراوسه موږ ته ټول معلومات نه دي رسیدلي.
جنرال کیمبل دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پژواک آژانس د راپور له مخې؛ د سرپل ولایت اوسیدونکو اندیښنه څرګنده کړې چې په دې ولایت کې ځیني وسله وال پیدا شوي چې ځانونه داعش بولي. دوی تور بیرغونه انتقالوي او خلک یې له وراخطایي او بیرې سره مخامخ کړي دي.
له بلې خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا مساله بې اهمیته بللې او د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته وویل؛ استخباراتي معلومات ښیي چې د طالبانو او حقاني شبکې وسله وال په مختلفو نومونو په ځینو سیمو کې فعالیت کوي او خلک باید وراخطا نه شئ.
ده دا هم وویل چې ځوانان باید د دې کسانو د خبرو او پیغامونو تراغیز لاندې رانه شي او د دوی له لیکو سره باید یو ځای نه شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwwazyt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته