دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 89725
پاکستاني طالبان وايي، چې له حکومت سره د سولې د خبرو دوام غواړي
پاکستاني طالبان وايي، چې له حکومت سره د سولې د خبرو دوام غواړي، خو اوربند به اوږد نه کړي.
د پاکستان د طالبانو تحریک پرون وویل، حکومت د دوی غوښتنو ته سم ځواب نه دی ویلی او دوی له همدې کبله نه غواړي چې له حکومت سره ۴۰ ورځنی اوربند وغځوي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې په عین حال کې ویلي، تیار دي چې په پوره صداقت او جدیت خبرو ته دوام ورکړي.
طالبانو دغه راز ویلي، که حکومت د دوی غوښتنو ته واضیح ځواب ووايي، دوی به جدي ګامونه واخلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwyav.t1a3r26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته