دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 102776
جمهور رئیس غني د سارک سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نیپال ته روان شو
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د آسیا د جنوب د همکاریو سازمان (سارک) د مشرانو په اتلسمه غونډه کې دګډون په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د نیپال پلازمېنې کتماندو ته روان شو.
د هېواد جمهور رئیس به نیپال ته د دغه درې ورځني سفر په بهیرکې د سارک سازمان د مشرانو په غونډه کې پرګډون او وینا سربیره د نیپال له جمهور رئیس ، صدراعظم او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو او همدا راز د آسیا د جنوب د همکاریو د سازمان ( سارک) د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره په جلا جلا ډول وګوري او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په باب به ورسره بحث او خبرېوکړي.
له جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyrazqt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته