دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 97087
د انتخاباتو کمیسیون وايي تراوسه ۴۸سنله رایې بیا شمېرل شوي دي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ د تیرې ورځې تر ناوخته پورې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو یوولس زره یوسل و درې دیرش صندوقونه چې د ټولو رایو اته څلویښت سلنه جوړوي بیا شمیرل شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په کابل کي په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ دغه بهیر په عادي ډول د ملي او نړیوالو څارونکو په حضور کې مخ ته ځي.

ښاغلي نور وویل، چې د شپږزرو ځانګړو شویو صندوقونو تفتیش هم په عادي ډول روان دی.

د دغه کمیسیون ویاند وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د رایو د تفتیش بهیر ګړندی کیږي.

دی وایي، دوی هیله من دي چې، د انتخاباتو نتیجه به پر خپل وخت اعلان شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyua3.t1ayv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته